ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې يوې ښځې ځان وسوځاوه

هرات کې يوې ښځې ځان وسوځاوه

author avatar
26 Dec 2012 - 18:06
هرات کې يوې ښځې ځان وسوځاوه
author avatar
26 Dec 2012 - 18:06

هرات ښار (پژواک ٦ مرغومى ٩١): روغتيايي چارواکي وايي، چې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې يوې ١٧ کلنې مېرمنې د کورني تاوتريخوالي له امله ځان سوځونه کړې ده.

د هرات د حوزوي روغتون اداري مدير ډاکټر رفيق شېرزي د مرغومي په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مېرمن نن سهار د هغې د کورنۍ غړو روغتون ته ور وړې او زياتوي چې ياده مېرمن ٩٥ سلنه سوځېدلې او روغتيايي حالت يې نازک دى.

له سوځېدلې مېرمنې سره پايوازې او د هغې ترور پژواک اژانس ته وويل، چې د خور لور يې د کورني تاتريخوالي له امله ځان سوځلى دى.

د هغې په وينا، چې خورځه يې ١٧ کلنه او اميدواره هم ده، تېر کال يې واده وکړ او پرون شپه يې له تېلو نه په ګټې اخيستو ځان ته اور ورکړى دى.

د سوځېدلې مېرمنې د تره زوى فريداحمد هم د دې سوځونې لامل کورنۍ تاوتريخوالى وښود او له امنيتي مسوولينو يې وغوښتل، چې دغه قضيه وڅېړي.

نوموړي زياته کړه: ((له څه نه چې زه خبر شوم، د ترورځۍ خاوند تېره شپه مېلمانه درلودل، کوم خواړه چې مېرمنې ورته تيار کړي وو، ښايي د هغه خوښ شوي نه وي او له همدې يې لکه چې زما د تره لور وهلې وه او هغې دا نه وو زغملي.))

د ګذرې ولسوال نثاراحمد پوپل د دې پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې د سوځېدلې مېرمنې خاوند دا مهال پوليسو نيولى او پوښتنې ترې روانې دي.

د هغه په وينا، چې تېره شپه د کلي د خلکو تر راپور وروسته پوليس سيمې ته ورغلل او سوځېدلې ښځه يې روغتون ته ورسوله او د هغې خاوند يې هم نيولى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ هم د ګذرې ولسوالۍ په سرجنګل کلي کې پوليسو د يوې ښځې سوځول شوى مړى موندلى و.

د دې پېښې لامل هم کورنۍ تاوتريخوالى په ګوته شوى و.

په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، چې د سږ کال له پيله تر دې دمه په هرات کې د تاوتريخوالي له ۱۲۰ څخه زياتې پېښې د دغه کمېسيون له خوا ثبت شوې، چې له دې ډلې ۴۳ د ځان وژنې، ۲۰ د قتل، ۱۵ د ځان سوځونې او ۱۲ نورې هم پر ښځو او نجونو د جنسي تيري پېښې دي.

د يادونې ده، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون تازه شمېرې څرګندوي، چې په روان کال کې د هېواد په کچه د تاوتريخوالي څلور زره پېښې ثبت شوې، چې د ښځو او نجونو د قتل او ځان سوځونو پېښې هم په کې شاملې دي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.