مزار شريف (پژواک ٨ مرغومى ٩١): په سمنګان ولايت كې د دره صوف د ډبرو سكرو د کانونو عوايد د تېر كال په پرتله ۳۶۱ ميليونه افغانۍ ډېر شوي دي.
د دغه ولايت لوړپوړي چارواكي د قانون پلې كېدل، امنيت، د مزارشريف او دره صوف د سړك قير كېدل او د سولې پروسې په ترڅ كې د دغې سيمې د يوشمېر مخالفو وسلوالو تسلېمېدل،د دره صوف د ډبرو سكرو د عوايدو د ډېرېدو لامل ګڼي.
په شمال زون كې د سکرو د تصدۍ مسوول عبدالخالق د مرغومي په ۵ مه، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د سمنګان ولايت د دره صوف بالا کانونو څخه يې د تېر كال په پرتله ډېر عوايد تر لاسه كړي دي.
نوموړي زياته كړه، چې د روان كال په لومړيو نهو مياشتو كې د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سكرو کانونو يو ميليارد او ۱۵۱ ميليونه عوايد تر لاسه كړي، په داسې حال كې چې د تېر كال په لومړيو نهو مياشتو كې د همدې ولسوالۍ کانونو ۷۹۱ ميليونه افغانۍ عوايد درلودل.
د هغه په وينا،له ترلاسه شوو عوايدو څرګندېږي، چې دتېر كال په پرتله يې ۳۶۱ ميليونه افغانۍ ډېر عوايد تر لاسه كړي دي.
خو د دره صوف بالا ولسوالۍ سيمه ييز چارواكي وايي، چې دغه عوايد يواځې د دره صوف بالا ولسوالۍ له دوه کانونو څخه تر لاسه شوي دي.
د دغې ولسوالۍ ولسوال فضل الدين خرمي صبور پژواك اژانس ته وويل، چې دغه عوايد يواځې د دهانه تور او د ششپاشك د ډبرو سكرو له کانونو څخه تر لاسه شوي دي.
نوموړي زياته كړه، چې د يادې ولسوالۍ د ډبرو سكرو دوه نور کانونه، چې خصوصي سكتور ته وركړل شوي، عوايد يې د يادو شويو کانونو په عوايدو كې شامل نه دي.
د هغه په وينا، د سمنګان د ډبرو سكرو کانونه سربېره پر دې، چې د دغه ولايت د ياد وړ عوايد برابروي، ډېر شمېر وګړو ته يې د كار زمينه هم برابره كړې ده.
ولسوال وويل، چې په يادو کانونو كې څه باندې ۲۵۰۰ كسانو ته د كار زمېنه برابره شوې، چې په سيمه كې يې د بې روزګارۍ مخه نيولې ده.
نوموړي زياته كړه، چې په يادو کانونو كې د دولت له خوا فني اينجينران په كار اچول شوي، چې د سيمې خلك په كې د همدې اينجينرانو تر لارښوونې لاندې د ډبرو سكاره وباسي.
د سيمې يو اوسېدونكي محمد الله پژواك اژانس ته وويل، چې دى له تېر يو كال څخه د دهانه تور د ډبرو سكرو په کان كې كار كوي.
نوموړي زياته كړه، چې د يوټن کان د راوېستلو په بدل كې كارګرو ته ۲۰۰۰ افغانۍ وركول كېږي، چې د دوى ورځنى ګوزاره ورباندې ښه روانه ده.
د سمنګان ولايت لوړپوړي چارواكي د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سكرو د کانونو د عوايدو ډېرېدل د ځينو نورو لاملونو ترڅنګ په سيمه كې د امنيت او د قانون د پلې كېدو له امله ګڼي.
د دغه ولايت د والي وياند محمد صديق عزيزي پژواك اژانس ته وويل، چې په سمنګان ولايت كې له تېرو څو كلونو امنيتي حالت د ښه كېدو په حال كې دى، چې د دره صوف د ډبرو سكرو پر عوايد يې مثبت اغېز كړى دى.
نوموړي زياته كړه، چې په دره صوف بالا ولسوالۍ كې د دولت ځينې وسلوال مخالفين د سولې د روانې پروسې په ترڅ كې له دولت سره يوځاى شول،چې له امله يې د يادو کانونو ولكه تر ډېره د دولت په لاس كې شوه او د عوايدو د ډېرېدو لامل شول.
همداراز د مزارشريف او دره صوف د سړك قير كېدل او په حكومتي چارو كې د قانون پلې كول يې هم د دره صوف د ډبرو سكرو د کانونو د عوايد د ډېرېدو لاملونه وګڼل.
خو نوموړي د مركزي دولت د نه ملاتړ له امله اندېښنه وښوده، چې لا هم د دغه ولايت په ځينو سيمو كې د سيمې د اوسېدونكو لخوا په غير فني توګه د ډبرو سكاره ويستل كېږي.
په شمال زون كې د هندوكش د غرو لمنو په اوږدو كې له بدخشانه تر سمنګانه پورې د ډبرو سكرو ليكه پرته ده،چې تر دې دمه تر ډېره يې په سمنګان ولايت كې كشف او استخراج شوي دي.
د ۱۳۴۵ لمريز کال په ترڅ كې د سمنګان ولايت په دره صوف ولسوالۍ كې د سيمه ييزو خلكو له خوا د ډبرو سكرو کانونه كشف او په غير فني توګه يې استخراج پيل شوى و، چې اوس ورو ورو دغه کانونه د دولت په ولكه كې راځي.