Language

کابل(پژواک١٠مرغومي٩١): د مشرانو جرګې د شکايتونو مشر وايي،چې د ننګرهار يوشمېر اوسېدونکو ورته شکايت کړى، چې د ولسي جرګې په لومړي مرستيال پورې تړلو وسلوالو په ننګرهار کې ددوى شاوخوا ٥٠٠ جريبه ځمکه غصب کړې ده.

د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون مشر زلمي زابلي دا څرګندونې د مرغومي په لسمه، ددې جرګې په عمومې غونډه کې وکړې.

هغه زياته کړه،چې نن سهار د ننګرهار ولايت د سرخردو ولسوالۍ ٤٠ تنه اوسېدونکي ياد شوي کمېسيون ته ورغلي وو او دعوه يې کوله ، چې د ملک نواب په نوم د وسلوالو يو قوماندان ، چې  له حاجي عبدالظاهر قدير سره تړاو لري، د يادې ولسوالۍ په خيراباد سيمه کې  د دوى پر ځمکو پوسته اچولې ده.

د زابلي په وينا، يادو کسانو کمېسيون ته د ٤٧٠ جريبه ځمکې شرعي قباله ورښودلې او  وايي چې نواب  دوى د همدې ځمکو کرلو او يا پر هغې د کورونو جوړولو ته  نه پرېږدي.

دى وايي، چې دغو خلکو د ننګرهار ولايتي چارواکيو ته هم شکايت کړى، خو هېچا ورته پام نه دى کړى.

د زابلي په وينا ، ياد کسان دا هم وايي، چې څه د پاسه ٤٠٠٠ جريبه نوره ځمکه هم، د دولت د ملکيت په نوم د حاجي ظاهر وسلوالو لاندې کړې ده.

د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون مشر پژواک ته وويل، چې ددې اونۍ په وروستيو کې به د مشرانو جرګې يو  پلاوى د موضوع د څېړلو لپاره ننګرهار ته لاړ شي.

پژواک اژانس هڅه وکړه، چې په دې اړه د ولسي جرګې د مرستيال حاجي ظاهر قدير نظر واخلي، خو هغه سره په اړيکه نيولو بريالى نه شو.

خو د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک اژانس ته له دې کار څخه ناخبري وښوده او زياته يې کړه ، چې تر اوسه ورته چا په دې اړه شکايت نه دى کړى.

هغه زياته کړه، چې د ځمکو د غصب موضوع مهمه ده او که چېرې خلک ورته شکايت وکړي، نو ولايت به يې په اړه جدي اقدامات وکړي.

Related Topics