Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زلزلې د هېواد ځينې سيمې ولړزولې

کابل-کندوز (پژواک ۱۰ مرغومی ٩١): تېره شپه د هېواد ځينې سيمې زلزلې ولړزولې، خو تر اوسه يې د احتمالي زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.

د کابل پوهنتون د انجينري پوهنځۍ د زلزلې معلومولو د مرکز امر عبدالحميد حکيمي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه زلزله، چې تېره شپه په لس بجې او ٢٣ دقيقو رامنځته شوه، د ريختر په ٥،٧ درجې ثبت شوې او د کابل په ګډون د هېواد ځينې برخې يې لړزولې دي.

هغه زياته کړه، چې د زلزلې مرکز له کابل سره په ١١٥ کيلومترۍ کې د هندوکش غرونو په شمالي څنډو، د کونړ په اسمار، د تخار په فرخار او د لغمان په مرکز محترلام کې و او ژوروالى شاوخوا ١١٦ کيلومتره و.

حکيمي زياته کړه، چې تر اوسه د دې طبيعي پېښې له امله د اوښتو زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه راپور نه لري.

بلخوا بيا د امريکا د زلزلې پېژندنې ويبپانې راپور ورکړی، چې د دې زلزلې مرکز په بدخشان ولايت کې ثبت شوی دی.

د بدخشان د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رييس ثناالله اميري پژواک ته وويل، چې د يادې زلزلې ټکانونه ډېر سخت نه وو، خو د زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه يې پلټنې دوام لري.

دې زلزلې کابل هم ولړزاوه او له وېرې يې ګڼ ښاريان له خوبه راويښ او له خونو ووتل.

دغه راز تېره شپه په ياد وخت کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد، خيبر پښتونخوا ايالت او د دغه هېواد په ځينو شمالي او لوېديځو سيمو کې هم زلزله شوې ده.

د يادونې ده، چې درې کاله وړاندې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د شوې زلزلې له امله ۲۲ تنه مړه او ۵۱ نور ټپيان شول، د دې ترڅنګ ۳۰۰ هستوګنځايونه ونړېدل او ۵۰۰ څاروي له منځه ولاړل.

په همدغه کال کې بيا د يوې بلې زلزلې له امله، چې په بدخشان ولايت رامنځته شوه، د ولايت په مرکز فيض اباد، يفتل او شهر بزرګ ولسواليو کې يې ۱۰ کورونه ونړول، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.