Language

يو شمېر شتمن عرب  د افغان حکومت له اجازې پرته  ولايتونو ته سفرونه کوي

کابل ( پژواک ١٠ مرغومى ٩١ ) :يو شمېر شتمن عرب د افغانستان د مرکزي حکومت له اجازې پرته ځينو ولايتونو ته  د ښکار او تفريح لپاره سفرونه کوي .

دغه څرګندونې يوې دولتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د مرغومي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

دغې سرچينې زياته کړه ، چې دغه عربان ځینو  والیانو ته چې پکې د ننګرهار او بلخ واليان هم شامل دي، راځي او ځينې قيمتي تحفې هم له ځانه سره راوړي .

سرچينه زياتوي ، چې پرون هم د قطر هيواد يوه اوه کسيزه ډله ، چې دوه په کې پاکستانيان ، يو هندى او نور عرباني دي په يوه شخصي الوتکه کې غوښتل بلخ ته ولاړه شی، خو په کندهار کې ښکته شوې.

سرچينې زياته کړه ، چې ياد شتمن عربان د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له اجازې پرته سفرونه کوي ، دا نه ده معلومه چې په يادو ولايتونو کې د مرغانو ښکار او  نورې تفريح کوي او کوم پټ فعالیتونه هم کوي.

يادې سرچينې وويل چې ددغو کسانو الوتکې د ترانسپورټ او بهرنيو چارو له وزارتونو څخه اجازه غوښتې، خو هغوى اجازه نه ده ورکړې، بيا لومړى د کندهار په هوايي ډګر ښکته شوې او تر هغه وروسته بلخ تللې  او له هغه ځايه بېرته کندهار ته  تللې ده.

د ولسمشر وياند اېمل فيضي پژواک اژانس ته وویل چې ولسمشر د ملي امنیت شورا ته دنده وسپارله چې ددغې الوتکې دراتګ موضوع وڅیړي .

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي هم په کلکه دا خبره رد کړه، چې ګوندې والي ګل اغا شېرزي عرب شيخان مېلمانه کړي دي.

خو هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي دفاع وزارت لوى درستيز ته راپور ورکړل شوى و، چې په کندهار ولايت کې د ملي اردو يو قوماندان او د والي ګل اغا شېرزي ورور جنرال عبدالرازق شېرزي ځينو عربانو ته په الوتکه  کې چکرونه ورکړي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو عربانو د کندهار په رېګ سيمه کې ښکار هم کړى دى.

خو د بلخ او کندهار مسوولين  دغو ولايتونو ته د عربي اتباعو له راتګ څخه ناخبري ښيي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو دوو ورځو کې د مزار شريف په هوايي ډګر کې هېڅ داسې الوتکه نه ده ناسته، چې پکې عربي اتباع راغلي وي او نه هم داسې کوم چا له والي عطا محمد نور سره ليدلي دي.

دغه راز د کندهار د هوايي ډګر مسوول رحمت الله فيضي هم داسې ګنګوسې رد کړې او زياته يې کړه، چې هېڅ داسې کار نه دى شوى.