کابل (پژواک١٠ مرغومى ٩١): د کورنيو چارو وزير له يوه معيوب پوليس سره د يوې اندازې نغدي مرستې ترڅنګ لارښوونه کړې، چې د وژل او ټپي شويو پوليسو حقونه او مالي امتيازات دې په خپل وخت ورکړل شي.
د کورنيو چارو وزارت له لوري د مرغومي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د کورنيو چارو وزير لوی پاسوال غلام مجتبی پتنګ، نن له عبدالشکور نومي يوه پوليس سره مرسته وکړه، چې د ماين په چاودنه کې ټپي شوى و.
د کورنيو چارو وزير له دغه پوليس سره د کتلو پرمهال ويلي، چې پوليس په هېواد کې د امنيت په ټينګښت کې د سولې له دښمنانو سره مبارزه کوي.
سرچينې ليکلي، چې ياد شوى پوليس څلور کاله مخکې د ميدان وردګو په ولايت کې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې ټپي شوى و.
دغه راز مجتبی پتنګ لارښوونه کړې، چې د عبدالشکور د تېرو څلورو کلونو معاش دې ورکړل شي او نوموړى د درملنې په موخه له خپلې مېرمنې سره يوځاى يوه بهرني هېواد ته واستول شي.
د سرچينې له مخې، د کورنيو چارو وزير اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې د وژل او ټپي شويو پوليسو حقونه او مالي امتيازات په خپل وخت ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP