Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل له صنعتي پارکونو څخه د نفتي توکو د پنځو شرکتونو زېرمې وېستل کيږي

کابل(پژواک١١مرغومى٩١): د سوداګرۍ او صنايعو وزارت په کابل کې د نفتي توکو له واردونکو پنځو شرکتونو غوښتي ، چې په پنځو ورځو کې د کابل له صنعتي پارکونو څخه خپلې زېرمې وباسي.  

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند وحيدالله غازي خېل  پژواک خبري ا ژانس ته وويل، چې دغه شرکتونه  د کابل په پلچرخي سيمه کې په صنعتي پارکونو کې د  مايع ګاز او تېلو زيرمې لري.

هغه وويل، چې دا مهال د يادو شرکتونو نومونه په ياد نه لري.  

دده په وينا، دغو شرکتونو ته له دې امله ضرب الاجل ټاکل شوى ، چې نفتي توکو زيرمو ته  په صنعتي پارکونو او د اوسېدولو په ځايونو کې اجازه نشته .

د وزارت وياند وايي، چې يادو شرکتونو ته دغه ضرب الاجل وروسته له هغه ورکړل شو، چې د ملي امنيت ،لويې څارنوالۍ او د نفتو او ګازو رياست ګډي  پلاوي په دې اړه څېړنې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تېره يکشنبه پرېکړه وکړه چې له د هستوګنې له سیمو او صنعتي پارکونو دې  ټولې نفتي زیرمې او خصوصي امنیتي کمپنۍ  بل ځاى ته ولېږدول شي.

د افغانستان د صنعتکارنو سراسري ټولنې چې  مخکې يې دا غوښتنه کړې وه ، ددې پرېکړې هر کلى وکړ.

په پلچرخې کې صنعتي پارکونو ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو پوځي هډې شتون لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.