Language

پروان کې يو سيمه ييز پوليس ووژل شو

چاريکار (پژواک ١٣ مرغومى ٩١): د پروان په شينواري ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته په بريد کې يو پوليس ووژل شو.

د شينواري ولسوال قاضي صاحب زاده ګل طارق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو مخالفينو تېره شپه د دې ولسوالۍ په نمک اب سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ.

دى وايي، چې په دې لنډه نښته کې د يارمحمد په نوم له يادو پوليسو څخه يو تن ټپي شو، خو روغتون ته پر لاره يې ساه ورکړه.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دغه بريد د دوى کسانو کړى او وژل شوى يارمحمد د يادې پوستې قوماندان و.

دى وايي، چې په دغه بريد کې څلور پوليس ټپيان شوي هم دي.

Related Topics