کابل-کندز (پژواک ١٧ مرغومی ۹۱): د افغان ملي بانک عمومي رييس وايي، چې په کابل، بدخشان او کندوز ولايتونو کې د دغه بانک له څانګو ۴۵۰ زره امريکايي ډالره لوټ شوي او په تړاو يې څو تنه نيول شوي دي.
د افغان ملي بانک رييس محب الله ساپي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوه صراف په کابل کې د دغه بانک له يوې څانګې ۲۰۰ زره امريکايي ډالر لوټلي، خو هغه کسان چې د دغه صراف ضمانت يې کړی و، د امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
هغه د نيول شوو د شمېر په اړه څه ونه ويل، چې د دغه صراف دوسيه څارنوالۍ ته استول شوې او په اړه يې څېړنې دوام لري.
د افغان ملي بانک يوه مسوول د نوم نه اخيستو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې دغه صراف د افغان ملي بانک به مرکزي دفتر کې دنده درلوده او د مقررۍ په وخت کې يې خپله مور، چې ښوونکې ده، په ضمانت کې ورکړې وه.
هغه زياته کړه، د بانک د اصولو له مخې، هر څوک چې مقررېږي نو بايد د دولت يو کارکوونکی په ضمانت کې ورکړي ، خو د بانک مسوولين له دې موضوع بې خبره دى.
د افغان ملي بانک رييس همدا راز وويل، چې دغه کسانو په ټولييز ډول ۲۵۰ زره ډالر د بانک د ځينو کار کوونکو په مرسته په بدخشان او کندوز ولايتونو کې د دغه بانک له نماينده ګيو لوټلي دي.
هغه وايي، چې له دې مسئلې تر خبرېدو وروسته يې دغو ولايتونو ته پلاوی استولی، چې د څېړنو راپور به يې عدلي بنسټونو ته وسپاري.
د ساپي په وينا، په بدخشان کې د دې قضيې په تور پنځه او په کندوز کې درې تنه نيول شوي او په اړه يې څېړنې دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، د افغان ملي بانک يو مسوول، چې وړاندې يې يادونه وشوه وايي، چې په بدخشان ولايت کې د دغه بانک د خزانې ټولې پيسې او په کندوز کې يې يوه برخه لوټل شوې دي.
نوموړي ادعا وکړه، چې په دې موخه يادو دوو ولايتونو ته يو پلاوی استول شوی و، خو له راستنېدو وروسته يې د پيسو د لوټ موضوع په پټه د بانک له عمومي رييس سره شريکه کړې ده او نور څوک ترې لا تر اوسه خبر نه دي.
هغه اندېښنه څرګنده کړه، چې افغان ملي بانک د رکود په حال کې دی او دا ډول پېښې ورځ تر بلې په کې ډېرېږي.
بلخوا بيا د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ پژواک ته وويل، چې د ولايت په مرکز فيض آباد کې د افغان ملي بانک له نماينده ګۍ نه ۱۲۵ زره ډالر لوټل شوي دي.
هغه زياته کړه، به دغو پيسو کې افغانۍ او ډالر شامل دي، له داخل نه لوټل شوې او په اړه يې څلور مامورين او د دغه نماينده ګۍ ساتونکی نيول شوي دي .
راسخ وويل، چې له نيول شوو د قضيې په اړه څېړنې کېږي، څو د پېښې اصلي عاملين په ګوته شي.
سرچينې زياته کړه، چې په دې وروستيو کې له کابل څخه د ملي بانک او څارنوالۍ ګډ پلاوی د موضوع د څېړنې لپاره بدخشان ته راغلی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP