ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى د بنديانو په خوشې کولو غواړي امريکا ته ځان په حقه وښيي

6 Jan 2013 - 14:39
6 Jan 2013 - 14:39

کابل ښار (پژواک ١٧ مرغومى ٩١): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي، چې له بګرام زندانه د ګڼ شمېر بنديانو خوشې کېدل امريکا ته د ولسمشر کرزي په تګ پورې تړلې خبره ده.

د راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا اتو ورځو کې د بګرام او پلچرخي له زندانونو نږدې شپږ سوه بنديان، چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اسېدونکي وو، خوشې شول.

د ملي دفاع وزارت د پوځي پوليسو د عامه چارو لوى مدير جلال الدين دهاتي رسنيو ته ويلي، چې د ځانګړې کمېټې د څېړنو له مخې، د بنديانو دوسيې يې څېړلې، د شپږ سوو بنديانو دوسيې داسې وې، چې يا يې جرم ډېر کم و او يا يې هېڅ نه درلود.

د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند د مرغومي په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې افغان حکومت غواړي په دغه کار سره امريکا ته وښيي، چې د بهرنيو ځواکونو له خوا نيول شوي بنديان، چې دوى دوسيې څېړلې، بې ګناه وو.

د هغه په وينا، ولسمشر کرزى، چې پخوا يې د يو شمېر بنديانو په خوشې کولو ټينګار کاوه، اوس غواړي امريکا ته وښيي، چې دى په حقه و.

نوموړي زياته کړه، له بلې خوا د سولې عالي شورا هم دا غوښتنه درلوده، چې د طالبانو باور د ترلاسه کېدو په موخه په هېواد کې دننه يو شمېر بنديان خوشي شي.

ځلاند دغه راز وويل: ((په خوشي شوو بنديانو کې داسې څوک نشته، چې پرې حساب وشي او د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.))

د ده په خبره، که خوشي شوو بنديانو ته د کار زمينه برابره نه شي او هغه شمېر چې بې ګناه نيول شوي وو، د حيثيت اعادې لپاره يې کار ونه شي، ښايي د وسلوالو مخالفينو ليکو ته ورشي او د افغان دولت پر ضد جګړه پيل کړي.

د سياسي چارو شنونکې ملالۍ شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرې څه مودې راهيسې د سولې پروسه ګړندۍ شوې او د بنديانو خوشي کول هم د همدې لړۍ يوه برخه ده.

د هغې په وينا، د امريکا متحده ايالتونو ته د ولسمشر کرزي سفر او له ولسمشر اوباما سره يې ليدل هم له امنيتي تړون وروسته د سولې پروسه ده.

نوموړې زياته کړه، چې په دې سره د وسلوالو طالبانو باور ډېريږي او ترڅو چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اعتماد فضا نه وي جوړه شوې، تر هغې د سولې پروسه نه شي بريالۍ کېداى.

د سياسي چارو کارپوه امين الله شارق هم وايي، چې تر ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته د خلکو اندېښنې ډېرې دي، چې ګواکې جګړه به سخته شي او په همدې موخه د سولې پروسې لپاره ګړندۍ هڅې پيل شوې دي.

د هغه په وينا، امريکا ته د ولسمشر کرزي په سفر پورې هم دغه کار ارتباط لري او امريکا غواړي کرزي ته په دغه کار سره وښيي، چې دوى خپلو ژمنو ته وفادار دي.

نوموړي زياته کړه، چې امريکا او افغان حکومت هڅه کوي، چې تر ٢٠١٤ کال مخکې وسلوال طالبان او حزب اسلامي سولې ته راوبولي.

د شارق په خبره، وسلوال طالبان تر ډېره خبرو ته لېوالتيا نه لري، خو بيا هم هيله مندي شته، چې د سولې لپاره روانې ګړندۍ هڅې به مثبتې پايلې ولري.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version