کندوز (پژواک ۲۰ مرغومی ۹۱): د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ د زندان مدير او ساتونکى يې د وسلوالو له خوا په بريد کې وژل شوي او موټر چلوونکى يې ټپي دى.
د دشت ارچي د ولسوال صدرالدين په وينا، چې تېر مازديګر وسلوالو غلو د دې ولسوالۍ په سفيدکوتل سيمه کې د محبس د مدير عبدالسلام پر موټر بريد وکړ .
ولسوال زياته کړه: “د دشت ارچي محبس مدير يو تورن کس د کندوز مرکزي زندان ته لېږداوه، خو د راستنېدو پر مهال د تخار ولايت د خواجه غار-دشت ارچي په لاره د وسلوالو له بريد سره مخ شو.
هغه پژواک اژانس ته وويل: ((بريد کوونکي شپږ تنه وو، چې دوه يې د نښتې پر مهال وژل شوي او نور په تېښته بريالي شوي دي.))
هغه زياته کړه، له پېښې وروسته امنيتي ځواکونه سيمې ته استول شوي، د وسلوالو له خوا غلا شوى سراچه موټر بېرته ترلاسه شوى، خو غله په تېښته بريالي شوي دي.
بلخوا د دشت ارچي ولسوال د دې ولسوالۍ په جمع رجب سيمه کې د يوه سيمه ييز پوليس د وژل کېدو خبر ورکړ او زياته يې کړه، چې د ياد پوليس مړى د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلى، خو وسله او موټرسايکل يې مخالفينو وړي دي.
هغه که څه هم د دغه سرتېري د هويت په اړه څه ونه ويل، خو وايي، چې دغه سرتېري د خپلو رسمي چارو لپاره سيمې ته سفر کړی و.
که څه هم د دشت ارچي ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د دې ولسوالۍ د غځېدلې لارې په اوږدو کې د امنيت د ښه والي خبره کوي، خو وايي چې پر دې لاره په دې وروستيو کې وسلوال غله زيات شوي دي.
د دشت ارچي ولسوالۍ د بازار يوه هټۍ وال قدرالله پژواک ته وويل: “پخوا به غله د کندوز په لاره کې درېدل، خو اوس چې هلته لاره جوړه شوې، د خواجه غار په لاره کې ودريږي.”
هغه وويل، په روانه مياشت کې دا لومړۍ پېښه ده چې وسلوال غله د ارچي – خواجه غار لارې په اوږدو که په دا ډول بريد لاس پورې کوي .
خو د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وويل، چې دا مهال د کندزز- دشت ارچي لار تر ټولو امنه لاره ده، چې خلک پرې د شپې او ورځې تګ راتګ کولای شي.
هغه زياته کړه، که چېرې د دشت ارچي – خواجه غار په لاره د نا امنۍ پېښې احساس هم شي، نو دوی به يې پر وړاندې د تخار ولايت د سيمه ييزو چارواکو په مرسته ژر تر ژره اقدام وکړي .
د دشت ارچي ولسوالۍ د کندوز ولايت له مرکز سره په ۷۰ کيلومترۍ کې پرته ده.
په وروستيو کلونو کې په دې لاره د وسلوالو غلو د شتون له امله خلک دشت ارچي ته د تخار له لارې تلل، خو په وروستيو کې د چاڼيزو عملياتو او اچول شوو پوستو له برکته دغه لار هم د خلکو پر مخ خلاصه شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP