واشنګټن (پژواک ٢١ مرغومی ۹۱): امريکا د افغانستان امنيتي سکټور په برخه کې د شيکاګو کنفرانس له ژمنې پرته نور هېڅ ډول مرستې نه کوي.
دغه څرګندونې له ولسمشر کرزي سره واشنګټن ته د ملګري پلاوي يوه مهم غړي د مرغومي په ٢١مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
سرچينې زياته کړه، چې امريکا به د افغانستان د امنيتي ځواکونو د تجهيز او ساتنې په نوم له ژمنو شوو مرستو پرته نورې مرستې ونه کړي.
د سرچينې په خبره، که امريکا په لويه کچه مرستې کوي، نو هغوی د کانګريس منظورۍ ته اړتيا لري او فکر نه کوي چې کانګريس له دې وروسته نورې مرستې منظورې کړي.
دغه دولتي لوړ پوړى چارواکى وايي، چې امريکا به بيا هم دغه موضوع د راتلونکې فبرورۍ په مياشت کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په جوړېدونکې غونډه کې مطرح کړي.
سرچينې وويل، چې امريکا په امنيتي ادارو کې د ظرفيتونو د کموالي او اداري فساد په اړه اندېښمنه ده، همدارنګه امريکا او ناټو د افغانستان د حکومت د بوديجې له لارې د مرستو د اغېزمن لګښت په برخه کې هم ژوره اندېښنه لري.
پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وېکټوريا نولينډ په يوه خبري غونډه کې په ډاګه کړې وه، چې دوى به هغه مهال خپلې مرستې د افغان حکومت له لارې ولګوي؛ چې دوى ښه حکومتواري رامنځته کړي.
د ولسمشر وياند اېمل فيضي پژواک اژانس ته وويل، چې د پوځي مرستو په اړه د افغانستان حکومت له امريکا سره پر خبرو بوخت دی او ګوري به، چې پايله يې څه راوځي.
ټاکل شوې، چې نن ورځ د واشنګټن پر وخت ولسمشر کرزی د امريکا د ملي امنيت له سلاکار، د استخباراتي ادارې يا سي ای اې له سرپرست، په پينټاګان کې د امريکا له دفاع وزير ليون پنيټا، د بهرنيو چارو له وزيرې مېرمن هيلري کلنټن او نورو چارواکو سره وګوري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن