Language

کابل (پژواک، ٢١ مرغومى ٩١): وسلوالو طالبانو په کابل کې د علماوو د جوړېدونکې غونډې په اړه له ديني عالمانو غوښتي، چې په دې ناسته کې ګډون ونه کړي.

د وسلوالو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياده غوښتنه په دې وروستيو کې د هېواد د بېلابېلو سيمو شاوخوا ٣٠٠ کسانو د يوه پرېکړه له لارې کړې ده.

خو په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې دا غوښتنه د کومو عالمانو له خوا چېرته او څه وخت شوې ده.

په ياد پرېکړه ليک کې چې يوه کاپي يې پژواک ترلاسه کړې، د اسلامي امت او په ځانګړې توګه د افغانستان له ديني عالمانو د دې غونډې د تحريم غوښتنه شوې ده.

ټاکل شوې، د افغانستان حکومت په راتلونکې مياشت (سلواغې) کې ياده غونډه راوبلي.

طالبان ادعا کوي، ياد کنفرانس د دې لپاره جوړېږي، ترڅو امريکا خپلو ځينو موخو ته په کې ورسېږي.

Related Topics