اسلام اباد (پژواک ٢١ مرغومى ٩١): د پاکستان مرکزي حکومت د خيبر پښتونخوا حکومت ته امر کړى، چې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال دې نه ځورول کېږي.
پاکستان د ٢٠١٢ کال تر وروستيو په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د وتلو امر کړى و، خو په دې وروستيو کې يې ٦مياشتې نور وخت هم ورکړ.
د خيبر پښتونخوا ايالت د کورنيو او قبايلو چارو د ادارې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دوى له مرکز څخه يو مکتوب ترلاسه کړى، چې په کې د هغو افغانانو د نه ځورول کېدو سپارښتنه شوې چې په پاکستان کې د قانوني اوسېدو اسناد لري.
څو کاله مخکې پاکستان د افغان کډوالو نوم ليکنه وکړه او هغوى ته يې د اوسېدو قانوني کارتونه ورکړل.
سرچينې زياته کړې، د مرکزي حکومت له پرېکړې سره سم چې افغانانو ته يې شپږ مياشتې نور وخت ورکړى، له دې وروسته هېڅوک حق نه لري چې افغان کډوال بې ځايه وځوروي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د خيبر پښتونخوا حکومت ژمن دى چې د افغانستان او پاکستان اړيکې نورې هم پياوړې شي او د مرکزي حکومت په سپارښتنه به عمل وکړي.
د يادونې ده، چې له دې مخکې افغان کډوالو د پاکستاني پوليسو له ناسم چلند او ځورونې شکايت کړى او په همدې په موخه د افغانستان د سفارت چارواکو له پاکستاني مقاماتو سره بار بار کتلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP