محمودراقي (پژواک ٢١ مرغومى ٩١): په کاپيسا ولايت کې د څه باندې ٨ کيلومتره سړک د پخولو چارې، چې ٤٥ کلي له کاپيسا او پنجشېر ولايتونو سره نښلوي، نن پيل شوې.
د کليو او پراختيا وزير ويس احمد برمک د ياد سړک د چارو د پرانيستې پر مهال خبريالانو ته وويل، چې دغه سړک د صياد له پله پيل بيا د کوهستان تر حصۀ دوم ولسوالۍ پورې غځېدلى دى.
ده زياته کړه، د دغه سړک د پخولو چارې به د کليو او پراختيا وزارت د پراختيايي بوديجې د ٨٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يو کال په موده کې بشپړې شي.
د برمک په خبره، ياد سړک له ٤٥ کليو تېريږي، د دې ترڅنګ چې سلګونو کورنيو ته مواصلاتي اسانتيا برابروي، کاپيسا او پنجشېر ولايتونه هم سره نښلوي.
د دغه سړک په اوږدو کې د عمرخېلو کلي يوه اوسېدونکي جان اغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد سړک ډېر خراب و او د ژمي په موسم کې به پرې تګ راتګ ناشونى و.
دى هيله وښوده، د ياد سړک په جوړېدو سره به وکولاى شي، چې خپل کرنيز محصولات پر وخت کابل او د هېواد نورو بازارونو ته ورسوي.
له بلې خوا د کليو او پراختيا وزير وويل، چې په تېرو يوولسو کلونو کې د کليو او پراختيا وزارت د کاپيسا پر پراختيايي پروژو شاوخوا دېرش ميليونه امريکايي ډالر لګولي دي.
هغه زياته کړه، په پام کې لري، چې په راتلونکي کال کې د دغه ولايت پر پراختيايي پروژو څلور ميليونه نور امريکايي ډالر هم ولګوي.
برمک وويل، چې د کليو پراختيا وزارت به په ١٣٩٢ کال کې د کاپيسا په تګاب او اله ساى ولسواليو ډېرې پراختيايي پروژې، د دې لپاره چې ناامنې ولسوالۍ دي، پلې کړي، څو يې امنيت ښه شي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن