ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار شریف کې یو پخوانی جهادي قوماندان ووژل شو

په مزار شریف کې یو پخوانی جهادي قوماندان ووژل شو

author avatar
11 Jan 2013 - 16:56
په مزار شریف کې یو پخوانی جهادي قوماندان ووژل شو
author avatar
11 Jan 2013 - 16:56

مزارشريف (  پژواك۲۲ مرغومی ۹۱ ) : امنيتي مسوولين وايي، چې د بلخ ولايت په مركز مزارشريف ښار كې يو پخوانى جهادي قومندان ووژل شو.

 

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د مرغومي په ۲۲مه، پژواك خبري اژانس ته وويل، چې نن د جمعې لمانځه پر مهال یو شمیر وسلوال د پخواني جهادي قوماندان ملا زوى كور ته ننوتي وو.

 

نوموړي زياته كړه، چې له يو څه اخ و ډب څخه وروسته وسلوالو ملا زوى د كلاشنيكوف په ډزو ويشتلى او ځاى پر ځاى وژل شوى دى.

 

د هغه په وينا د پېښې په تور يې دوه كسان نيولي دي، چې د ملا زوى خپلوان كېږي.

 

شېرجان وويل، چې لا هم د ملا زوى د وژنې بنسټيز لامل نه دى په ډاګه شوى خو له لومړنيو څېړنو څخه دومره په ډاګه شوى، چې د شخصي ستونزو له امله يې ژوند له لاسه وركړى دى.

 

د مزارشريف اوسېدونكي جبيب الله وويل، چې نن يې د خالد بن وليد مېنې ته څېرمه د وزلوبې نندارې ته تللى و، چې د كلاشنيكوف ډزې يې ووارېدې.

 

نوموړي زياته كړه، چې په څو شېبو كې يې خبر واورېد، چې پخواني جهادي قومندان ملازوى په خپل كور كې وژل شوى دى.

 

شېرجان وويل، چې دوى هڅه كوي، چې د ملازوى د وژنې په تور له نيول شويو كسانو څخه د پېښې د لا سپړنې په موخه پوره څېړنې وكړي.

Views: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.