جلال اباد (پژواک ٢٥ مرغومى ٩١): د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د يوې ځوانې نجلۍ مړى موندل شوى دى.
دغه مړى د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند د مجبوراباد په سيمه کې د لارې پر سر موندل شوى دى.
د دې سيمې يوه اوسېدونکي سباوون الهام د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وخته جومات ته په لاره يې دغه مړى، چې بورقه هم پرې پرته وه. وليد.
هغه زياته کړه: ((زه او زموږ نور کليوال ولاړو او پوليس مو خبر کړل.))
د مجبوراباد سيمې يو بل اوسېدونکی نورمحمد وايي، چې پر دغه مړي د کلي شاوخوا خلک راغونډ شول، خو هېچا ونه پېژانده او ګومان کوي، چې دا مړى له بل ځای څخه دلته راوړل شوی وي.
د دې نجلۍ مړى ملکي روغتون ته لېږدول شوى دى.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر معصوم خان پژواک اژانس ته وويل، چې وژل شوې نجلۍ زندۍ شوې، د مجبوراباد اوسېدونکې ده، پلار او تره يې د دې وژنې په تور نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، د وژل شوې نجلۍ پلار ويلي، چې دا دوه مياشتې مخکې تښتول شوې وه، خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي ورکړي.
Views: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن