ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان هوايي ځواک به تر راتلونکو درېيو کلونو پورې په خپلو پښو ودريږي

د افغانستان هوايي ځواک به تر راتلونکو درېيو کلونو پورې په خپلو پښو ودريږي

author avatar
14 Jan 2013 - 19:44
د افغانستان هوايي ځواک به تر راتلونکو درېيو کلونو پورې په خپلو پښو ودريږي
author avatar
14 Jan 2013 - 19:44

 کابل (پژواک ٢٥ مرغومى ٩١): ايساف د افغان هوايي ځواکونو د تجهيزاتو د کمښت خبر په داسې مهال کې ورکوي، چې ولسمشر کرزى وايي، چې امريکا د افغانستان هوايي ځواکونه په ترانسپورټي الوتکو، چورلکو او بې پېلوټه الوتکو سمبالوي.

د ايساف وياند بريد جنرال ګونټر کټز نن د( مرغومي په ٢٥مه) په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې افغان امنيتي ځواکونو ته له  مسووليت سپارلو وروسته، د وسلوالو مخالفينو سره په جګړه کې يادو ځواکونو ډير پرمختګ کړى دى. 

 هغه زياته کړه، چې د ليږد پروسې له څلورم پړاو وروسته، افغان ځواکونو ته نوي سلنه مسووليت سپارل کيږي، چې اوسمهال ٩٤ سلنه عمليات د افغان ځواکونو په مشرى تر سره کيږي.

 افغان ځواکونو ته له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيتي مسووليتونو د ليږد پروسه د ١٣٩٠ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې له باميانو څخه پيل شوې، چې تر دې مهاله دغه مسووليتونه په دريو پړاوونو کې تر سره شوي او دهيواد ٧٥ سلنه سيمو امنيت يې تر پوښښ لاندې راوستى او ټاکل شوې، چې څلورم پړاو به ډير ژر د ولسمشر له خوا اعلان شي.

 ياده پروسه به د پنځم پړاو له تر سره کيدو سره، د ٢٠١٣ زيږديز کال په نيمايي کې بشپړه او بهرني ځواکونه به ٢٠١٤ کال په پاى کې افغانستان پريږدي.

 د ايساف نظامي وياندد پژواک خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې وويل :(( افغان امنيتي ځواکونه د کيفيت له اړخه زموږ له هيلې هم پورته دي او هغوى ګورو، چې واقعاً پر مخ تللي دي، چې دې پرمختګ مونږ هم حيرانه کړي يو.))

 خو هغه زياته کړه، چې افغان هوايي ځواکونه مسلکي زده کړو او سمبالښت (تجهيز) ته اړتيا لري، چې دا کار به وخت ته اړتيا ولري.

 کټس زياته کړه: افغان هوايي ځواکونه بايد له صفر نکتې څخه وروزي، چې دا دوى ته يوه عمده ستونزه ده او ددې تر څنګ بايد د انګريزي ژبې زده کړه او د پيلوټي تاکتيکونو  ورزده کړه هم مهم بلل کيږي.

 له دې سره د ايساف نظامي وياند وويل، چې هڅه به وکړي تر څو افغان هوايي ځواک د ٢٠١٦ زيږديز کال پورې سمبال کړي او هغه مهال به د هوايي عملياتو مسووليت پر خپله غاړه واخلي او پر خپلو پښو به ودريږي.

 هغه څرګنده نه کړه، چې دافغان هوايي ځواک په جوړولو کې به کوم هيوادونه ژمن او څرنګه وسايل به افغان لوري ته وسپاري.

 خو ولسمشر کرزى، چې اوسمهال له امريکې څخه راګرځيدلى په ارګ کې يې په نننى خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې په ياد سفر کې يې، چې کومې لاس ته راوړنې درلودې هغه په پرمختللو وسايلو د افغان هوايي ځواک تجهيز او بې پيلوټه الوتکې دي.

 هغه وويل، چې په دغه سفر کې په دې هوکړه وشوه، چې د افغان هوايي ځواکونو د پياوړتيا لپاره د څلورو C-130 ترانسپورټي الوتکو ورکول، چې دغه الوتکې به سږ کال راوليږدول شي، دغه راز به ٢٠ چورلکې هم د افغان هوايي ځواک په واک کې ورکړل شي. 

 کرزي وويل، چې امريکا ته يې د سفر بله لاس ته راوړنه دا وه، چې افغانستان ته به بې پيلوټه الوتکې ورکول کيږي، چې له زده کړو وروسته به ملي اردو، په استخباراتي عملياتو کې ترې کار اخلي.

 نوموړي وويل، له ٢٠١٥ زيږديز کال وړاندې به امريکا افغان ځواکونو ته درانده وسايل او محاربوي ماشينونه، چې ټولټال ٥٠٠ عرادې کيږي، ورکړي، چې له دې  څخه يې ٢٥٠ عرادې افغانستان ته سپارلې دي.

 هغه زياته کړه: بله مهمه او دفاعي مسئله دا وه، چې د افغانستان هوايي حريم، چې تر اوسه د بهرنيانو له خوا سمباليږي، داسې غوښتنه شوې، چې د رادار او نورو وسايلو په وسيله د افغانستان حاکميت کنټرول شي.

 کرزي زياته کړه، تر هغه مهال، چې دا دفاعي وسايل د افغانستان په واک کې ورکول کيږي، تر هغه وخته پورې به د افغانستان فضا په ګډه سره ساتي.

د هغه په وينا، افغانستان ته استخباراتي حساس او اړين وسايل هم ورکول کيږي، تر څو افغانان په ښه توګه خپله خاوره او پولې  وساتي.

 ولسمشر کرزي وويل، چې امريکا به تر ٢٠١٧ کال پورې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکړي او دې ته ژمنه ده، چې د هيواد امنيتي ځواکونه، چې شمير يې ٣٥٠ زره کسانو ته رسيږي، له دې نور کم نه کړي.

 نوموړي څرګنده کړه، چې د افغان ځواکونو روزنه او تجهيز به په بيړه پر مخ بوځي او پتيل شوې، چې تر ٢٠١٤ کاله پورې به دوام وکړي او په دې اړه خبرې اترې روانې دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.