Language

د ميدان وردګو د پېښې د څيړنې په موخه لوړ پوړى پلاوى وټاکل شو

 کابل(پژواک،٢٥مرغومى٩١): په ميدان وردګو ولايت کې د رامنځته شوې پېښې د څيړنې په موخه، چې په کې يو شمېر ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې، د ولسمشر حامدکرزي په حُکم يو پلاوى وټاکل شو.

د چارو ادارې د لوى رياست لخوا نن پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې ياد پلاوى د ملي دفاع ،کورنيو چارو ،ملي امنيت ، د چارو ادارې د لوى رياست ، د وزيرانو شورا د دارالانشا او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې اداري د استازيو په ګډون د ولسمشر د سلاکار رحمت الله راشدي په مشرۍ  ټاکل شوى دى.

سرچينه وايي، چې پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د ولسمشر د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب ویرجنو کورنیو ته ورسوي.

سرچينه زياتوي، چې ياد پلاوى به د محلي ادارې د چارواکو، د ولایتي شورا غړو، دیني عالمانو، سپین ږیرو او مشرانو سره په ګډه خپلې څیړنې تر سره، د پیښې عوامل تشخیص او د خپلو کړنو بشپړ رپوټ به ژر تر ژره د جمهوري ریاست مقام ته وړاندې کړي.

دغه پېښه وړمه شپه د سيداباد ولسوالۍ د تنګي درې د حسن خېلو په سيمه کې رامنځته شوې وه.

د تنګي درې اوسېدونکو ادعا کړې، چې د ايساف لخوا په بمباراو عملياتو کې ١٤ عام وګړي وژل شوي، خو د ولايت مقام وايي، چې په يادو عملياتو کې څلور وسلوال او اوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

خو ايساف ويلي، چې دغه عمليات د افغان ځواکونو په مشرۍ ترسره شوي او دوى هېڅ بمبار هلته نه دى کړى.

د ايساف په خبره، په دغو عملياتو کې څلور وسلوال او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي او تر عملياتو وروسته په سيمه کې د وسلو او مهماتو يوه زېرمه هم کشف شوې، چې ګډو ځواکونو له منځه وړې ده.

وسلوالو طالبانو هم ويلي، چې بهرنيو ځواکونو په سيداباد کې عام وګړي وژلي دي.