Language

په يونان کې دډوب شوو افغانانو دوه نور مړي کابل ته راوړل شول

کابل ( پژواک ۲۵ ، مرغومی ۹۱) : د يونان په اوبو کې د ۲۱ ډوب شوو افغانانو له جملې څخه ددوو نورو مړي هم کابل ته راوړل شول، خو پاتې نور ۱۲ تنه دلنډ مهال لپاره په يونان کې خاورو ته سپارل شوي دي .

 دخپرو شوو راپورونو له مخې، يو شمېر ګډوال افغانان دليندۍ په ۲۳ مه له ترکيې څخه ديونان پر لور روان وو ،چې بېړۍ يې ديونان داژه سيند د لسبوس ټاپو په څنډو کې ډوبه شوه .

دبهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي پژواک خبري اژانس ته ويلي و،چې په دغه بېړۍ کې ۲۱ تنه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دى .

 دبهرنيو چارو وزارت  دوياند ددفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ،چې پژواک ته هم رسېدلې ، راغلي ،چې ددوو افغانانو مړي ،چې بېړۍ يې په دې وروستيو کې ديونان په ساحلي اوبو کې ډوبه شوې وه ، کابل ته راوړل شوي دي .

 په دغه خبرپاڼه کې زياته شوې، وروسته له هغه چې دغه جسدونه دهغوی دخپلوانولخوا وپېژندل شول؛ نو ترکيش ايرلانيز يوې الوتکې له لارې دافغانستان ددولت په لګښت افغانستان ته را لېږدول شوي دي .

 د ۱۲ نورو افغانانو مړي ، ددې له امله ،چې تر اوسه يې وارثان نه دي پېژندل شوي ، په موقتي ډول په يونان کې خښ شوي دي .

 دبهرنيو چارو وزارت دوياند ددفتر دمعلوماتو له مخې : ” د ۱۲ نورو افغانانو مړي ، دهغوی دخپلوانو دنه شتون ، يادهغوی دخپلوانو دنه حاضرېدو او دهغوی دافغاني هويت دنه تثبيت له امله داړوندو يوناني چارواکو سره په سلا په امانت ډول خاورو ته سپارل شوي او هر وخت يې چې دکورنۍ غړي پيدا شي او دهويت تثبيت يې وشي ، البته چې ددوی ډي ان اې يې يوناني چارواکو ته ورکړې او په اساس به يې دغه مړي هم ډېر ‌زر تشخيص او هېواد ته را ولېږدول شی . “