کابل (پژواک ٢٥ مرغومى ٩١): ولسمشر حامد کرزي هيله مندي ښودلې، چې افغانان به تر ٢٠١٤ کال وروسته پاتې کېدونکو امريکايي سرتېرو ته د قضايي خونديتوب اجازه ورکړي.
ولسمشر کرزي دغه څرګندونې له امريکايي تلويزيون سي اېن اېن سره واشنګټن ته د سفر پر مهال په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي، چې تېره شپه خپره شوه.
هغه تېره اونۍ په يوه رسمي درې ورځني سفر واشنګټن ته تللى و او د امريکا د ولسمشر په ګډون يې له ګڼ شمېر چارواکو سره وليدل.
ولسمشر کرزي د تېرې جمعې په ورځ د شپې ناوخته د امريکا له ولسمشر سره په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د امريکا د پاتې کېدونکو سرتېرو د قضايي خونديتوب په اړه به له افغانانو سره مشورې وکړي.
خو نوموړي له سي اېن اېن سره په دې مرکه کې هيله مندي ښودلې، چې افغانان به د دغه کار اجازه ورکړي.
حامد کرزي هغه نظر رد کړ، چې ګواکې امريکا به تر ٢٠١٤ کال وروسته هېڅ سرتېري په افغانستان کې پرې نه ږدي.
هغه په ډاګه کړه، افغانان په يو نه يو ډول د امريکايي ځواکونو شتون ته اړتيا لري او زياته يې کړه، چې امريکا به يو محدود شمېر سرتېري پرېږدي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن