Language

خلک د خوست ترافيک پوليس پر بې کفايتۍ تورنوي

خوست ښار (پژواک ٢٦ مرغومى ٩١): د خوست يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي، چې پوليسو يې يو شمېر موټر د اسنادونو دنه لرلو له امله نيولي خو وايي چې اسناد هم نه ورکوي.

دوى زياتو، چې موټر يې درول شوي، خو د موټرو د ګرځېدو جواز او د پلېټونو د نشتوالي او د ترافيکو مديريت د کارکوونکو د ناغېړۍ له امله يې د اسنادو د ورکړې کار نه خلاصيږي.

د خوست پوليسو د مرغومي مياشتې له لومړۍ نېټې راهيسې سلګونه هغه موټر، رېکشې او موټرسايکلونه نيولي او درولي، چې هېواد ته قانوني را وارد شوي؛ خو يا اسناد نه لري او يا يې پر اسنادو وخت تېر شوى دى.

د خوست د سپېرې ولسوالۍ د ميتي کلي اوسېدونکي رفېع الله، چې ټکسي موټر لري، پژواک اژانس ته وويل، پوليسو يې د مرغومي له لومړۍ نېټې راهيسي موټر له دې امله نيولى دى، چې پر اسنادو يې وخت تېر شوى دى.

د هغه په وينا، د خوست د ترافيکو په مديريت کې د پلېټونو او د جوازونو د نه شتون له امله موټر له هغه مهال راهيسې د ترافيکو په مديريت کې ولاړ دي.

د اسمعيل خېلو ولسوالۍ اوسېدونکى سيد ميرجان، چې د موټر په جواز سير يې وخت تېر شوى وايي، چې درې اونۍ وړاندې يې پوليسو موټر درولى دى.

نوموړى زياتوي: ((هر سهار د ترافيکو مديريت مخې ته راځم، خو پرته له کومې پايلې مازديګر بېرته کور ته ستنېږم.))

د ده په خبره، چې يا دې اسناد ورکړي او يا دې هم نيولي موټر بېرته خوشي کړي، چې کورنيو ته پرې نفقه پيدا کړي.

۵۵ کلن عبدالله خان، چې په خوست ښار کې رېکشه چلوي پژواک اژانس ته وويل: ((د کورنۍ د روزۍ ګټلو لپاره يواځې همدا يوه رېکشه لري.))

د هغه په وينا، دوه اونۍ کېږي، چې د پوليسو له لوري يې رېکشه درول شوې، نه اسناد ورکوي او نه يې پرېږدي، چې مزدوري پرې وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((زه دې ته خوشاله يم، چې رېکشه مې د ګرځېدو جواز او پلېټ ولري، خو د ترافيکو مديريت نه جواز لري او نه پلېټونه.))

د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکى، چې د لارۍ چلوونکى دى، بيا وايي، چې د ترافيکو په مديريت کې په لوړه کچه فساد روان دى.

ده زياته کړه، هغه څوک چې واسطه يا پيسې لري، د ترافيکو له لوري ورته په يوه ورځ کې اسناد ورکول کېږي، خو څوک چې د دې وس نه لري، د اونيو په تېرېدو سره يې هم اسناد نه جوړيږي.

يوه ډله خبريالان، چې غوښتل يې پر يادې ستونزې د راپورونه جوړولو لپاره د اړوند چارواکو نظر واخلي، د خوست د ترافيکو مديريت ته ورغلل.

خو د خوست د ترافيکو مدير سمونوال غني الرحمان خبريالان وګواښل او خپلو ساتونکو ته يې امر وکړ، چې له خبريالان وشړئ او يا ترې وسايل واخلئ.

ساتونکو پوليسو خبريالان د ترافيکو له مديريت څخه وايستل او ګواښ يې ورته وکړ، چې که دويم ځل راغلل او يا يې عکسونه واخيستل، وبه ډبول شي.