کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ٩١): په کابل ښار کې لسګونو تنو نارينه او ښځينه وو د قران کريم د ژباړې او تفسير دوره بشپړه کړه.
د ثقافت اسلامي ښوونيز مرکز د لومړۍ څانګې مسوول محمديونس نظر پژواک خبري اژانس ته وويل، د قران کريم د ژباړې او تفسير له دورې څخه، چې يو کال مخکې پيل شوې وه، نن اويا تنه فارغ شول.
نوموړي زياته کړه، له دې مرکز څخه دوه اونۍ وړاندې هم، اتيا تنو ښځو د قران کريم د ژباړې او تفسير دوره پاى ته رسولې وه.
ياد اسلامي مرکز د کابل ښار د اوومې ناحيې د باغ رييس په سيمه کې د حاجي فيض محمد قدرت نومي جومات کې دننه د سيمې د خلکو په همکارۍ جوړ شوى دى.
محمديونس نظر له دولت څخه وغوښتل، چې د اسلامي ښوونيزو مرکزونو په جوړولو کې اقدام وکړي.
د يادې دورې ښوونکي مولوي حبيب الله، چې په نننيو مراسمو کې يې په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل، چې اسلامي اصول رعايت کړي.
دغه راز هغه له دولت څخه هم غوښتنه وکړه، چې د اسلامي قوانينو د پلي کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
ده زياته کړه: ((نن موږ نه زور لرو نه قوت، نه دولت، نه ثروت او نه هم شان او شوکت لرو، د دې ټولو لامل له اسلام او اسلامي قوانينو زموږ لرې والى دى.))
له يادې دورې څخه د حاجي محمدفيض په نامه يو تن فارغ پژواک ته وويل، د دغسې ښوونيزو مراکزو جوړول د خلکو لپاره ، ډېر ګټور دي.
ده زياته کړه: ((مخکې له دې مې له اسلام څخه بل ډول برداشت درلود؛ خو اوس چې د قران کريم ترجمه مې وکړه، پوه شوم چې په اسلام کې هرڅه روښانه دي؛ اوس مې خپل ځان او خپل خداى ښه وپېژندل.))