Language

د پنجوايي د عامو وګړيو د قاتل امريکايي سرتېري اروايي حالت ارزول کيږي

کابل (پژواک،٢٩مرغومى٩١): په امريکا کې د کندهار د پنجوايي پېښې قاتل امريکايي سرتيري رابرټ بېلز د قضيې ارزوونکى قاضي وايي، چې د نوموړي اروايي ازموينه دې وشي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، دا پرېکړه وروسته تر هغه وشوه، چې د ۱۶ ولسي وګړو پر وژنې د تورن امريکايي سرتيري وکيلانو وويل، چې موکل يې د ولسي خلکو وژلو پر مهال اروايي ستونزه لرله.

د رابرټ بېلز وکيل ويلي، هڅه کوي، چې د دفاع دوسيه د خپل موکل د رواني ناروغۍ پربنسټ چمتو کړي، خو قاضي جفري نانس ويلي، چې د رابرټ بېلز د اروايي ازموينې لپاره د ډاکټرانو يوه ډله بايد وګومارله شي.

نهه دېرش کلن رابرټ بېلز د تېر ۲۰۱۲ کال په مارچ مياشت کې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد سيمه کې د خپل پوځي ماموريت پرمهال د شپاړسو ولسي وګړو په وژلو تورن دى.

ددغه امريکايي سرتيري په لاس زياتره وژل شوي ښځې او ماشومان و، چې هغه د شپې مهال د پنجوايي ولسوالۍ د الکوزو او نجيبيانو په کلي کې په ډزو وژلي وو.

نوموړى تر پېښې وروسته امريکا ته ولېږدل شو او اوس د واشنګټن په يوه پوځي محکمه کې تر محاکمې لاندې دى.

د تېر کال د نومبر مياشتې په لومړيو کې، د رابرټ بېلز د قضيې څېړونکې محکمې د هغه لپاره د اعدام حکم غوښتى و او په تېر دسمبر کې بيا، د لومړۍ محکمې پرمهال دغه پرېکړه تاييد شوه، خو د تورن دوسيه پوځي محکمې ته وسپارل شوه.

د رابرټ بيلز مدافع وکيلانو د محکمې له اورېدو وړاندې ويلي، چې ښايي هغه به دغه وژنې په مغزو کې د هغو زخمونو له امله کړې وي، چې د عراق په سفر کې ټپي شوى و.

بېلز د امريکا په پوځ کې ١١ کاله دنده ترسره کړې، د وروستۍ دندې پر مهال پر هغه د بېلابېلو جرمونو قضيې ثبت شوې دي، چې پکې ١٦ د قتل عمد، ٦ د اقدام قتل،د بريد کولو ٧، د نشه يي توکو د کارونې ٢ او د شرابو څښلو يوه قضيه ثبت شوې ده.

د يادونې ده ، چې امريکا په تېرو پنځو لسيزو کې خپل کوم سرتېري ته د مرګ سزا نه ده ورکړې.