ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايساف د بنديانو د شکنجې په اړه د يوناما راپور د اعتبار وړ وباله

ايساف د بنديانو د شکنجې په اړه د يوناما راپور د اعتبار وړ وباله

author avatar
21 Jan 2013 - 18:11
ايساف د بنديانو د شکنجې په اړه د يوناما راپور د اعتبار وړ وباله
author avatar
21 Jan 2013 - 18:11

 کابل (پژاک،٢سلواغه٩١): اروپايي اتحاديې،ايساف او د بريتانيا سفارت په افغانستان کې له زندانيانوسره دبد چلندپه هکله خپلې اندېښنې په ډاګه کړي او له افغان چارواکو څخه يې داصلاحاتو او  جدي څيړنو غوښتنه کړې ده.  

 د ايساف نظامي وياند ګونترکتس((Gunter katz نن د( سلواغې په ٢مه )په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، چې په افغانستان کې له زندانيانو سره دبد چلند په هکله ديوناما راپور د اعتبار وړ دى او ايساف  به دياد راپور د تصديق په صورت کې په جدي اقداماتو لاس پورې کړي .

 د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندويه ماموريت (يوناما) تېره ورځ په خپل يوه راپور کې اعلان وکړ ، چې دافغانستان په زندانونو کې د څېړنې پر مهال بنديان وهل او ټکول کيږي.

 يوناما ويلي ، چې دغه راپور يې د يوه کال په موده کې ( ۲۰۱۱ کال اکتوبر نه د ۲۰۱۲ کال تر اکتوبر) پورې په هغو زندانونو کې د بنديانو پر حال چمتو کړى ، چې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا اداره کيږي .

 په راپور کې راغلي ، چې په ياده موده کې د ملګرو ملتونو پلټونکو د افغانستان په زندانونو او توقيف ځايونو کې د څه له پاسه ۶۳۵ بنديانو سره خبرې کړي او هغوى ورته ويلي ، چې له دوی سره ناوړه چلند کېږي او يا هم وهل او ټکول  کېږي.

 د ملګرو ملتونو په ياد راپور کې ١٤ هغه ناوړه چلندونه او لارې چارې په ګوته شوي ، چې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا له زندانيانو سره کيږي .

د بېلګې په توګه په راپور کې راغلي ، چې په ناوړه چلندونو کې د برېښنا ټکانونه او د کيبل او کوتک وهنې ترڅنګ جنسي تيري هم شامل دي .

دايساف نظامي وياند په يوې خبري ناسته کي وويل، چې افغان حکومت د بشرحقونو د خونديتوب په اړ د توکيو په کنفرانس کې ، چې د٢٠١٢ کال په جولاى مياشت کې په لاره اچول شوى و،خپله ژمنه څرګنده کړې وه او ايساف هم د ژنيو کنوانسيون پر بنسټ له زندانيانو سره دښه چلند لپاره ژمن دى او ټولو نړيوالو قوانينو ته احترام لري.

 هغه زياته کړه :(( موږ د نړيوال سازمان څېړنې ارزښتمنې ګڼو، دهمدې لپاره مو د زندانيانو د لېږ بهير درولى او ټول هغه راپورونه، چې د بشر حقونو پر ضد وي په کلکه توګه يې تعقيبوو.))

 دا په داسي حال که ده ،چې نيويارک ټايمز د مرغومي په ٢٨ مه په کابل کې د امريکايي چارواکو  له قوله خبر ورکړ و، چې د افغان زندانيانو دليږد بهير يو ځل بيا د زندانيانو د شکنجې له امله درېدلى ده او په دې کار سره به بيا ددواړو هيوادونو اړيکې خرابې شي.

  د امريکايي چارواکو دا اقدام په داسې حال کې کيږي،چې تېره اونۍ د ولسمشر کرزي او امريکايي چارواکو تر منځ په واشنګټن کې پرېکړه وشوه،چې ټول افغان زندانيان به افغان حکومت ته  سپارل کيږي.

  اروپايي اتحاديې هم دافغان حکومت له خوا له زندانيانو سره دبد چلند په هکله خپله اندېښنه ښودلې او له زندانيانو سره بد چلند يې د بشري حقونو او دانساني کرامت  جدي  نقض بللى ده.  

اروپايي اتحاديې پژواک اژانس ته په يوې راليږل شوې خپرپاڼه کې د ملګرو ملتونود نظارت او نشر شوي راپور هرکلى کړى او ټينګار يې کړى، چې ټول اړوند ارګانونه بايد دزندانيانو اساسي حقوقوته احترام ولري ،ترڅو د شکنجې ټول ډولونه له منځه ولاړ شي او دنړيوالو ميعارونو پر بنسټ عمل وشي.

 سرچينه د ملګرو ملتونو راپور ته په اشارې سره ټينګار کوي، چې بد چلند دافغان حکومت سياست نه دى او له هغو اقداماتو څخه ، چې دافغان حکومت له خوا د زندانيانو سره دبد چلند په موخه په لاره اچول شوي ، هرکلي کوي.

 يادې اتحاديې افغان چارواکي هڅولي ، چې د يوناما راپور ته په کتو سره ډير اصلاحي اقدمات تر لاس لاندې ونيسي ، تر څو د دا ډول  پېښو عاملين عدالت ته وړاندې شي.

 دغې سرچينې په زندانونو کې د بد چلند دمخنيوي او د زندانيانو د نه ليږد په اړه  د ايساف له اقدام څخه هرکلى وکړ.

  همدا شان په کابل کې د بريتانيا سفارت د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې د يوناما دراپور په اړه  خپله اندېښنه ښودلې ده.

 په دې خبرپاڼه کې د ياد سفارت د شارژدافير  له خولې ويل شوي : (( موږ په کابل کې ديوناما دفتر له نشر شوي راپور څخه متاثره شوي يو.))

 سرچينې زياته کړې :(( موږ د هغو تدابيرو  هر کلى کوو، کوم چې افغان دولت وړاندې له زندانيانو سره د بد چلند د مخنوي لپاره په پام کې نيولي و.))  

 خبرپاڼه زياتوي، چې په دې برخه کې ډيرو تدابيروته اړتيا شته ، خو بريتانيا به دافغان دولت د تقويې او ښوالي په برخه کې او له زندانيانو سره د سم چلند او تحقيق په برخوکې خپلو مرستو ته دوام ور کړي.

 په عين حال کې د افغانستان د زندانونو عمومي رييس امير محمد جمشيدي دملګرو ملتونو ياد راپور په کلکه ردوي.

ده پژواک ته  وويل ، چې د وهلو اوټکولو لپاره کومه انګيزه شتون نلري.

هغه زياته کړه، چې د هېواد په زندانونو کې سره له دې ، چې له زندانيانو سره بد سلوک نه کيږي ، زندانيانو ته د ښوونې او روزنې ترڅنګ حرفوي زده کړې هم ورکول کيږي .

 ده وويل ، چې د افغانستان د زندانونو دروازې د رسنيو او ملګرو ملتونو د پلټونکي ګروپ پر وړاندې پرانېستې دي او هر وخت کولاى شي ، له نږدې زندانيان مشاهده کړي، ترڅو حقيقت ټولو ته ښکاره شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.