کندوز (پژواک ٤ سلواغه ٩١): له روان کال راهيسې په تخار ولايت کې ١٨٠هغه کسان، چې تاجکستان ته يې د نشه يي توکو د قاچاق کولو نيت درلود، نيول شوي دي.
د تخار د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال امداد الله عادليار وايي، چې د قاچاق وړونکو دغه ډله د ياد ولايت په مرکز تالقانو ښار کې په داخلي کمربندونو کې نيول شوې او ياد کسان څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دوى څخه ٩٩ کيلو ګرامه هيروئين، ٥٥ کيلو ګرامه ترياک، ٢٠٩ کيلو ګرام چرس، ٢٧ کيلو نوشادر،٧٦٥ بوتله الکولي مشروبات او لسګونه عرادې نقليه وسايط کشف او لاس ته راغلي دي.
بلخوا د تخار امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سمونيار عبدالخليل اسير وايي، چې دغه ولايت له پنځو کلونو راهيسې د کوکنارو له اړخه صفر درجې ته راټيټ شوى او نيول شوي ټول هغه کسان وو، چې نشه يي توکي يې له بدخشان څخه کندوز ولايت او بيا يې د تخار له لارې تاجکستان ته ليږدول.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسيې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ويکټور ايوانوف درې کاله مخکې ويلي و، چې په بدخشان ولايت کې د هيروئينو ٥ سوه لابراتوارونه شتون لري، چې ياد نشه يي توکي لومړى تاجکستان او بيا له هغې لارې روسيې ته قاچاق کيږي.
د هغه په وينا، په روسيه کې پنځه ميليون تنه په نشه يي توکي روږدي دي، چې يو نيم ميليون تنه يې له هغو نشه يي توکو څخه ګټه اخلي ، چې له افغانستان څخه وارديږي.
روسيي چارواکي وايي، په روسيه کې هر کال ٣٠ زره کسان د نشه يي توکو د کارولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
خو د بدخشان سيمه ييزو چارواکو د روسيې د دغه مقام ويناوې رد کړې وې او ويل يې، چې د پوليسو له خوا ډيرى فابريکې د بدخشان په هغو ولسواليو کې، چې له تاجکسنتان سره ګډه پوله لري، کشف او له منځه يې وړې دي.
دغه راز د تخار د ولايتي شورا مشر نجيب الله خالقيار وايي، چې په دې وروستيو کلونو کې د قاچاق وړونکو فعاليتونه محدود شوي، چې ډير ځله دوى د تخار او تاجکستان ترمنځ پولو کي د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
هغه پژواک ته وويل: “لکه څرنګه، چې ترې معلومات لرم، د تېر په پرتله اوس سرحدي ځواکونه سمبال او مسلکي شوي او په ښه توګه د نشه يي توکو له قاچاق څخه مخنيوى کوي.”
خالقيار زياته کړه، څو کاله وړاندې له ګاونډيو هيوادونو څخه د کوکچې شاوخوا سيمو ته وسله راليږدول کېده، خو اوس يې مخنيوى شوى دى.
مخکې د تخار د ولايتي شورا غړو ويلي وو، چې نشه يي توکي د کوکچې له شاوخوا سيمو څخه تاجکستان ته قاچاق کيږي او په بدل کې يې له تاجکستان څخه هيواد ته وسله راليږدوي، چې بيا وسلوالو مخالفيونو ته د تخار له لارې د هيواد جنوبي ولايتونو ته قاچاق کيږي.
د ويلو ده، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا هر کال ياد ولايت ته د ښو کړنو د برنامې له لارې، چې پکې کوکنار صفر درجې ته راغلي، يو ميليون امريکايي ډالر ځانګړي کوي، چې د خلکو د اړتيا وړ په پروژو کې مصرفيږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP