کابل ( پژواک ٤سلواغه ٩١): د بوديجې نړيوالې همکارۍ ادارې په يوه ارزونه کې د افغانستان بوديجه ٥٩ سلنه شفافه بللې ده.
د افغانستاتن د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ۱۳۹۱ کال د سلواغې په درېیمه، د بوديجې د نړیوالې همکارۍ ادارې ، چې په امريکا کې موقعيت لري له خوا د ٢٠١٢ کال د بوديجې شاخص اعلان شو.
سرچينه ليکي،چې په دې معتبره نړیواله ارزونه کې په بوديجې کې د ٥٩ سلنې روڼتيا ترڅنګ، افغانستان په دې برخه کې په اسيايي هېوادونو کې څلورم ځاى خپل کړى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان د ٢٠٠٨ کال په شاخص کې ٨ په سلو کې او د ٢٠١٠ کال په شاخص کې ٢١ په سلو کې شفافیت درلود.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان د بوديجې شفافیت په ٢٠١٠ کال کې د سلو هیوادونو په کتار کې درې اويايم مقام درلود.
سرچينه زياتوي: ” خو په ډیرې خوشالۍ سره ویلی شو، چې اوس د سلو هیوادونو په کتار کې د افغانستان د بوديجې شفافیت شپږويشتم مقام اخیستی دی.”
د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د افغانستان پر دې لاسته راوړنې خوښي څرګنده کړې ده .زاخېلوال وايي : ” موږ د توکیو په کنفرانس کې له نړیوالو همکارانو سره ژمنه کړې،چې د پرانیستې بوديجې په شاخص کې به تر ٤٠ فیصدو پرمختګ کوو. زموږ نننۍ ٥٩ سلنه پایله دا څرګندوي ، چې موږ تر خپلې ژمنې پورته لاسته راوړنه لرو. “
د مالیې وزير وايي، د افغانستان دغه بریا به نړیوال وهڅوي، چې خپلې ډیرې مرستې د ملي بوديجې له لارې ولګوي.