کابل (پژواک، ٤ سلواغه ٩١): پوليس وايي، په کابل ښار کې يې نږدې دوه زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي له درېيو تنو سره نيولي دي.
د پوليسو د ځانګړې قطعې چارواکيو د سلواغې په ٤مه وويل، د پوتاشيم کلورايډ په نوم ١٩٦٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، پرون د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د کمپنۍ په سيمه کې نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړه، چې دغه چاودېدونکي توکي په ميني بوس موټر کې په پلاستيکي بوريو کې ځاى پرځاى شوي او له پروان ولايت څخه راوړل شوي وو.
ياد شوي توکي او په تړاو يې نيول شوي درې تنه نن د پوليسو په ځانګړې قطعه کې ، چې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې موقعيت لري، خبريالانو ته وښودل شول.
دا په داسې حال کې ده ، چې تېره دوشنبه د کابل ښار په دهمزنګ سيمه کې د ترافيکو پر رياست ډله ييز ځانمرګې بريدونه وشول .
بريدکوونکي د ترافيکو رياست ته ننوتي و او له امنيتي ځواکونو سره تر ٩ ساعته نښتې وروسته ووژل شول .
د امنيتي چارواکيو د معلوماتو له مخې، په دې بريد کې درې پوليس ووژل شول او څلور پوليس او ٨ ملکي وګړي ټپيان شول .