Language

ایساف په کونړ کې دالقاعدې د یوه قوماندان دوژلو خبر ورکړ

کابل ( پژواک ۶ سلواغه۹۱ ) : ایساف په کونړ ولایت کې د القاعدې دیوه افغان قوماندان د وژلو خبر ورکړ.

دغه خبر په کابل کې دایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د سلواغې په ۶مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې افغان او ایساف ګډو ځواکونو تیره ورځ د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې عملیاتو پر مهال د ولي په نامه د القاعده یو مهم قوماندان وژل شوی دی.

ایساف ویلي چې ولي په کونړ ولایت کې دالقاعدې او طالبانو ترمنځ داړیکو مسوول و او په دانګام ولسوالۍ کې یې د دولت او ایساف ځواکونو پر ضد عملیات تنظیمول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.