Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تګاب په پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي

چاريکار (پژواک ٦ سلواغه ٩١): د کاپيسا ولايت ځايي چارواکي وايي، چې د  تګاب ولسوالۍ په ځانمرګي بريد کې پنځه عام وګړي وژل شوي او ٢٥ نور ټپيان دي.

دغه ځانمرګى بريد نن (د سلواغې ٦مه) سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د تګاب ولسوالۍ د قلعه صالح په سيمه کې د ايساف پر کاروان شوى و.

د تګاب ولسوال عبدالقدوس ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګي بريد د يو سراچه موټر په وسيله هغه مهال وشو، کله چې له سيمې د ايساف ځواکونو يو کاروان د تېرېدو په حال کې و.

هغه زياته کړه، چې د بريد کوونکي موخه له سيمې تېرېدونکى د امريکايي ځواکونو کاروان و، خو هغوى ترې روغ وتلي دي.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او تر شلو پورې نور ټپيان دي.

خو د تګاب امنيه قوماندان سمونوال محمد نوروز وايي، چې په دغه ځانمرګي بريد کې پنځه تنه وژل شوي او شاوخوا ٢٥ نور ټپيان دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د دې پېښې قربانيان ټول ملکي وګړي او په وژل شوو کې څلور تنه د يوې کورنۍ غړي دي.

نوموړى وايي، چې په ټپيانو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.

د هغه په وينا، يو شمېر ټپيان د بهرنيو ځواکونو مرکز، ځيني نور د کابل او پنجشېر روغتونونو ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

امنيه قوماندان وويل، چې د دغه بريد له امله په سيمه کې دوه کورونه ړنګ شوي دي.

د کاپيسا والي محراب الدين صافي هم د پېښې دتاييد ترڅنګ پژواک ته وويل چې په دې کې پنځه تنه وژل شوي او ١٦ نور ټپيان دي.

خو د ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي چې ډيرى ټپيان د سيمې داوسېدونکو لخوا لېږدول شوي او ١٦ نور امنيتي ځواکونو لېږدولي دي.

وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په ياد بريد کې د امريکايي ځواکونو دوه ټانکونه ويجاړ او ١٢ سرتېري يې وژل شوي دي.

خو په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دغه ځانمرګي بريد کې د دوى ځواکونو ته هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ياد دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې بريد  د دوى پر کاروان شوى، خو دوى ترې روغ وتلي دي.

ايساف وايي، چې د لومړنيو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ګڼ شمېر ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په بګرام کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم وايي، چې په دغه بريد کې يواځې يو پوځي موټر لږ زيانمن شوى، خو سرتېرو ته يې هېڅ ډول مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.