Language

د ايساف له موټرو سره په ټکر کې يو موټرسايکل سپور ووژل شو

مزارشريف (پژواک ٧ سلواغه ٩١): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې نن سهار ايساف ځواکونو يو موټرسايکل سپور په موټر وهلى او وژلى يې دى.

د مزارشريف د ترافيکو مدير زلمي د سلواغې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار اووه نيمې بجې د ښار ختيځ لوري ته د شبرغان پر لويه لاره د بلخ کمربند په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ايساف ځواکونو يو کاروان پر ياد سړک روان و، چې د غلام رسول په نوم يو موټرسايکل سپور يې وواهه او ځاى پرځاى ووژل شو.

د نوموړي په وينا، ايساف ځواکونو له دې پېښې وروسته د تېښتې هڅه وکړه، خو د زراعت کارته په سيمه کې د ترافيکو له خوا درول شوي او اوس تر پوښتنو لاندې دي.

د ډاکټر غلام فاروق په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې د ايساف کاروان د پوليسو او ترافيکو له خوا درول شوى او ورسره يې خبرې پيل کړې دي.

په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر ياده پېښې تاييدوي او وايي چې په سيمه کې له افغان  امنيتي ځواکونو سره په دې ګډه ددې پېښې څيړنه کوي.