لښکرګاه ( پژواک،١٢سلواغه ٩١) : د هلمند ولايت په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د دوو ماين خښوونکو په ګډون لس وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند احمد ځيرک د سلواغې په ١٢ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې تېره ورځ پوليسو دګرشک ولسوالۍ د نهرسراج په سيمه کې چاڼيز عمليات تر سره کړي دي.
هغه زياته کړه، ددې عملياتو ، چې په سره ښاخ او دوه نورو کليو کې ترسره شوي، اته تنه ددولت وسلوال مخالفين وژل شوي اودرې نور ټپيان دي.
ځيرک وويل ، چې د عملياتو په لړکې يو پوليس هم ټپي شوى او دغه راز دوه ميله وسلې، يوه پايه مخابره، سلګونه فيره مرمۍ، يو عراده سراچه موټر او څلور عرادې موټرسايکلونه هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.
دغه راز په همدې سيمه کې د پوليسو دلومړي کنډک قوماندان سمونوال عبدالستار نورزى وايي، چې تېره شپه هم دوه تنه ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
نورزى وايي ، يادو کسانو غوښتل، چې د سرکار له ويالې سره دهلمند – کندهار دلويې لارې پرسر ماين ځاى پرځاى کړي، چې پخپله پرې وچاودېد او دواړه ووژل شول.
بلخوا د وسلوالو طالبانو وياند قاري يو سف احمدي وايې ، چې ديوه بريد په ترڅ کې يې دوه د ملي اردو سرتيري په ګرشک او يو پوليس په سنګين کې وژلي دي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن