کابل (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ارچې لرګيو او بورې بيې ټيټې شوې، خو د وريجو بيې لوړې شوې ده.
د کابل ښار د دشت برچي بازار يوه لرګي پلورونکي حاجي سلطان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د يو خروار ارچې لرګيو بيه له ٧٠٠٠ افغانۍ څخه ٦٨٠٠ افغانيو ته را ټيټه شوې ده.
خو هغه وويل، چې د تېرې پنجشنبې په څېر د يو خروار بلوط لرګيو بيه ٧٤٠٠ افغانۍ ده.
د کابل ښار د زمان خان کلا يوه ګاز پلورونکي محمد شريف وويل، نن د تېرې پنجشنبې په شان يو کيلو اوبلن ګاز ، چې د نفتي موادو رياست له خوا ٥٠ افغانۍ ټاکل شوى، پلوري.
دا په داسې خال کې ده، چې د کابل ښار په ځينو سيمو کې يو کيلو اوبلن ګاز تر ٦٠ افغانيو پورې پلورل کيږي.
د کابل ښار تايمني څلور لارې د تېلو ټانک يو کارکوونکى محمد صديق وايي، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يو ليتر پټرول تېلو بيه ٥٥ افغانۍ او يو ليتر ډيزل تېل په ٥٨ افغانۍ دي.
د تېرې پنجشنبې په پرتله د بورې بيه لږ را ټيټه شوې، خو د ډيرى لومړنيو خوراکي توکو بيې له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سودا ګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٥٠ کيلو پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه له ١٧٨٠ افغانۍ څخه ١٧٠٠ افغانيو ته را ټيټه شوې ده.
هغه وويل، د پاکستان په بازارونو کې د بورې بيې راټيتېدل ددې سبب شوي، چې په کابل ښار کې هم بوره ارزانه شي.
خو نوموړى وايي، په تېرو اوو ورځو کې د پاکستانۍ ٥٠ کيلو لومړۍ درجه سيله وريجو بيه له ٣٣٠٠ افغانۍ څخه ٣٣٦٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.
خو هغه وويل، نن د تېرې پنجشنبې په څېر ٤٩ کيلو پاکستاني اوړه په ١١١٠ افغانۍ، يو کوتى پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٥ افغانۍ دى.
په کابل ښار کې د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو ځايونو کې زياتې او په ځينو ځايونو کې کم توپير لري.
د کابل ښار د کارتې سه د خوراکي توکو يو پلورونکى خان علي وايي، نن پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره په٢٠٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه په ١٢٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستانۍ سېله وريجې په ٣٩٠٠ افغانۍ، پنځه کيلو مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٨٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.
د سرو زرو بيو هم کوم بدلون نه دى کړى.
د کابل ښار مريم ليسې بازار د سروزرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يو ګرام عربي سروزرو بيه ٢٤٠٠ افغانۍ او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه ٢٠٠٠ افغانۍ ده.
د کابل ښار شهزاده سراى د يوه صراف خواجه محمود جان د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥١،٩٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ارزښت ٥٢١ افغانۍ ده.
تېره اونۍ ديوه امريکايي ډالر اخيستو بيه ٥١،٨٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو اخيستو بيه ٥٢٤ افغانۍ وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن