Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په تګاب کې د دولت درې وسلوال  مخالفين  ووژل شول

کابل(پژواک ٢٠ سلواغه ٩١): آيساف وايي، چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د افغان ځانکړو کوماندو ځواکونو په بريد کې درې وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د ناټو په مشرۍ د ايساف له مطبوعاتي دفتر څخه په يوه خبرپاڼه کې ، چې نن د سلواغې په ٢٠ مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې، راغلي، چې دغه چاڼيز عمليات تېره ورځ په تګاب ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.

سرچينه وايي، چې په دغو عملياتو کې، چې د افغان ځانکړو کوماندويي ځواکونو لخوا تر سره شول،د دولت د وسلوالو مخالفينو درې تنه وژل شوي دي.

ايساف وايي، چې په دغو عملياتو کې دامريکا ځانګړو ځواکونو او هوايي ځواک د افغان کومانډو ځواکونو ملاتړ کاوه.

د سرچينې په وينا، دغه  عمليات د وسلوالو مخالفينو د ځالو او شبکو د له منځه وړلو په موخه ترسره شوي دي.

 خو طالبانو ادعا کړې، چې په دې بريد کې دوه بهرني  او درې افغان کوماندو سرتيري يې وژلي دي او يواځې يو طالب خپل ژوند له لاسه ورکړي .

تېره ورځ امنيتي چارواکو ويلي و، چې په تګاب ولسوالۍ کې يو وسلوال مخالف وژل شوى او ٢٤ تنه له وسلوالو مخالفينو سره د لاس لرلو په شک نيول شوي ،خو تر پلټنو وروسته به بې ګناه کسان بېرته خوشې شي.

 خو طالبانو ادعا کړې ، چې بهرنيو ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې د بريد په ترڅ کې يو عام وګړى وژلى او د دېرشو کورونو د تالاشۍ پر  مهال يې په لسګونو عام وګړي نيولي دي.

 د ويلو ده، چې تېره ورځ په دغه ولسوالۍ کې د ايساف ځواکونو يوه چورلکه هم راغورځېدلې وه او ايساف ويلي و، چې  په دې اړه پلټنې کوي.

يادو ځواکونو ويلي و، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د دوى سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسلوالو طالبانو  ادعا کړې وه ، چې دغه چورلکه دوى را غورځولې ده.

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.