جلال اباد (پژواک ٢١ سلواغه ٩١): چارواکي وايي، چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د يو طالب قوماندان په ګډون درې وسلوال نيول شوي دي.
د بټي کوټ ولسوال مېرزا محمد نصرت د سلواغې په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې بېګا ناوخته د ګډو ځواکونو د عملياتو په پايله کې درې وسلوال طالبان نيول شوي دي.
د هغه په وينا، نيول شوى قوماندان ملک سمېع نومېږي او ورسره نور ملګري يې په غازي او نورالله مشهور دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي هم وويل، چې ګډو ځواکونو د بټي کوټ په کوډۍ سيمه کې عمليات کړي او درې تنه يې له وسلوسره نيولي دي.
د ده په خبره، د عملياتو پر مهال افغان ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د سيمې يوه اوسېدونکى رحمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې په عملياتو کې نيول شوي طالبان وو او د غازي په نوم کس پر ملي اردو ځواکونو د بريدونو پلانونه جوړول.
د نوموړي په خبره، چې نورالله پخوا هم د افغان ملي اردو په عملياتو کې په تېښته بريالى شوى و.
د يادونې ده، چې بټي کوټ د ننګرهار يو له هغو نا امنو ولسواليو څخه ده، چې وخت ناوخت ترې د ناامنيو خبرونه ورکول کېږي.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن