ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چاودنې څلورو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

چاودنې څلورو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

هرات ښار (پژواک ٢١ سلواغه ٩١): د هرات په ګلران ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

په هرات کې د څلورمې لوا سرحدي پوليسو قوماندانۍ يوه کارکوونکي، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې د ګلران ولسوالۍ اړوند سيمه رباط سنګي کې د هرات – ګلران پر لويه لاره شوې ده. هغه زياته کړه، چې د پوليسو پر رينجر په شوې چاودنه کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او درې نور ټپي دي. سرچينه زياتوي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى. د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېره ورځ په همدې سيمه کې وسلوالو طالبانو د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى و، خو زيان يې نه درلود او دغه پوليس نن د پروني بريد د څېړنو په موخه سيمې ته ورغلي وو. طالبانو د پروني بريد مسووليت پر غاړه اخيستى، خو د نننۍ چاودنې په اړه يې څه نه دي ويلي. د يو بل خبر له مخې، د بادغيس په اب کمري ولسوالۍ کې دوه وسلوال طالبان ټپيان شوي دي. د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف پژواک ته وويل، چې تېره شپه طالبانو پر پوليسو بريد کړى و، چې ورسره د نيم ساعته جګړې پر مهال دوه وسلوال ټپيان شوي دي. دى وايي، په دې نښته کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.