کابل (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩١): د افغانستان او پاکستان د عالمانو ګډه غونډه په کابل کې له دواړو لورو د ٥٠٠ تنو په ګډون په مارچ مياشت کې جوړېږي.
دا څرګندونې د سولې عالي شورا منشي امين الدين مظفري د سلواغې په ٢٤مه،په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې.
ده زياته کړه، د افغانستان د علماوو شورا او سولې شورا ګډ اته کسيز پلاوى، چې مشري يې مولوي قيام الدين کشاف کوله، دوه ورځې مخکې (د سلواغې ٢٢مه) اسلام اباد ته تللى و او پرون بېرته راستون شو.
د مظفري په وينا، د افغانستان او پاکستان د علماوو د استازو په لومړنۍ کاري غونډه کې پر يو شمېر عمومي ټکو سلا شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، د افغانستان او پاکستان د عالمانو په جوړېدونکې غونډه کې به پنځه سوه عالمان، چې له هر لوري به ٢٥٠تنه وي، ګډون کوي.
دى وايي، دا غونډه په کابل کې د راتلونکې زېږديز مياشتې په مارچ کې ترسره کېږي.
خو د خپرو شويو راپورونو له مخې، دغه غونډه به د مارچ په لسمه (د کب ٢٠مه) جوړه شي.
مظفري په ډاګه کړه، چې د علماوو په ګډه غونډه کې به له افغانستان او پاکستان سربېره د ټولې اسلامي نړۍ پر سولې او ثبات خبرې وشي.
د نوموړي په وينا: “ياد کنفرانس کې به نه د کومې ډلې په طرف او نه پر ضد وي او د اسلامي اصولو په رڼا کې به وي.”
دغه راز ده زياته کړه، پرېکړه شوې، چې تر کنفرانس مخکې به د جوړېدنکې غونډې د نورو جزئياتو په اړه بحث د دواړو هېوادونو د کارې کمېټو ترمنځ د کب په ٣مه، کابل کې ترسره شي.
مظفري د دې پوښتنې په ځواب کې چې پرونۍ غونډه د ګډودۍ ښکار شوې که نه؟ وويل، يو تن چې غوښتل يې ياده ناسته ګډوډه کړي، خو له غونډې ووېستل شو.
د لاسته راغلو معلوماتې له مخې، د اسلام اباد په پرونۍ غونډه کې د پاکستان د علماوو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي د کابل له غونډې سره مخالفت ښودلى و.
تر غونډې وروسته مولانا اشرفي پژواک اژانس ته ويلي و، چې په غونډه کې يو ډول خبرې شوې او په اعلاميه کې بيا بل ډول څرګندونې راغلې دي.
هغه زياته کړې، چې په افغانستان کې بهرنی استعمار راغلی او هلته جهاد روا دی، خو نوموړي په پاکستان کې پر خلکو له روانو بريدونو سره مخالفت وکړ.
خو د پاکستانيو علماوو د پلاوي يوه بل غړي مولانا ابوهريره پژواک اژانس ته وويل، چې له افغان علماوو سره يې خبرې ګټورې وې او پر دې پرېکړه وشوه، چې په مارچ کې به د کابل غونډه جوړه شي.
مظفري د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې جوړېدونکي کنفرانس کې به د نورې نړۍ عالمان ګډون کوي که نه؟ وويل، که د افغانستان او پاکستان د عالمانو ګډ کنفرانس لازمه وبلله، نو په راتلونکي کې به د اسلامي نړۍ د عالمانو په کچه کنفرانس هم داير شي.
هېره دې نه وي، د ا فغانستان د علماوو شورا او سولې شورا په ګډ پلاوي کې، چې اسلام اباد ته يې سفر کړى وو، لاندې کسانو شتون درلود:
مولوي قيام الدين کشاف، مولوي عطاءالله لودين، امين الدين مظفري، قاضي امين وقاد، محى الدين بلوچ، محمداکبري، عنايت الله بليغ او شفيع الله نورستانى.