ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طبيعي ويښتو ايښودو  د ويښتانو د تويېدو په اړه اندېښنې کمې کړې دي

د طبيعي ويښتو ايښودو د ويښتانو د تويېدو په اړه اندېښنې کمې کړې دي

author avatar
13 Feb 2013 - 19:58
د طبيعي ويښتو ايښودو  د ويښتانو د تويېدو په اړه اندېښنې کمې کړې دي
author avatar
13 Feb 2013 - 19:58

کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): ((څو کاله د سر د ويښتو تويېدو وځورېدم، خو بالاخره د څو پيسو په لګولو او د اته زره طبيعي ويښتو په کرلو سره مې له دې ستونزې ځان وژغوره.))

دا د کابل ښار د يوه  اوسېدونکي احمد خبرې دي، چې له تېرو شپږو کلونو راهيسې يې د ويښتو تويېدو له ستونزې سره مخ و، خو اوس يې له لنډې بې حسۍ وروسته له خپلو طبيعى ويښتو ورته، نور ويښته کرلي دي.

د طبيعي ويښتو کرل په نړۍ او اوسمهال د کابل په ځينو خصوصي روغتونو کې د (Follicular Isolation Technique) په طريقه د ويښتو د تلو  د درملنې يواځينۍ حل لاره بلل کېږي.

احمد زياتوي، چې يوه مياشت وړاندې په کابل کې د ويښتو د درملنې د ډاکټرانو له خوا ورته عمليات وشول، چې څو ساعته تر موضعي بې حسۍ لاندې و او د سر د کاسې له شاتنۍ برخې څخه ورته ٨ زره ويښته د سر په لوڅه برخه کې په پوره احتياط سره ولګول شول.

له ياد کس سره په لومړنۍ ليدنه کې داسې ليدل کېدل، چې ګواکې د خپل سر نيمه برخه يې خريلې ده او د سر نورې شاتنى برخې يې شاوخوا تر پنځو سانتي مترو پورې ويښته لري.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، دى د ويښتو د کرلو له عملياتو وروسته، چې له ډېرى کسانو سره ويني نو حيرانيږي او په دې اړه ترې پوښتي؟ خو هغه يې په ځواب کې وايي، چې دغه يو طبيعي عمل دى او د دوو مياشتو لپاره په دوامداره توګه کرل شوي ويښتان تويېږي، څو يې ريښې ټينګې شي.

دغه ٤٠ کلن سړى، چې د کابل په يوه خصوصي روغتون کې د فارمسيست په توګه کار کوي وويل، چې هميشه به يې د سر د ويښتانو له نشتوالي رنځ ووړ او دغه نيمګړتيا يې په ژوند کې په يوه ستونزه بدله شوې وه.

دغه فارمسيست زياته کړه، د ويښتو کرلو نيم لګښت يې ورته روغتون ورکړى او همدارنګه ده هم له ٥٠٠ امريکايي ډالرو څخه زياتې پيسې ورکړې دي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې يې تر اوسه په دې اړه اقدام نه و کړى؟ وويل، چې په هېواد کې د ويښتو تللو داسې پرمختللي روغتونونه، نه وو او له بلې خوا ورته ګرانه پرېوته، چې په ډېر لګښت کوم بهرني هېواد ته د درملنې لپاره ولاړ شي او خپله دغه ستونزه حل کړي.

احمد زياته کړه: ((د سر د ويښتو نشتوالي دومره ځورلوم، چې زړه مې و له خپلو خپلوانو لرې لاړ شم، خو له نېکه مرغه، چې د درملنې زمينه را ته په هېواد کې مساعده شوه.))

خو ځينې کسان، د خپل سر د ويښتو کرلو درملنې لپاره تجربه لرونکو متخصيصينو ته په ډېر لوړ لګښت بهرنيو هېوادونو ته ځي.

د کابل ښار يو اوسېدونکى ساجد، چې د خپلو ويښتو د درملنې لپاره هندوستان ته تللى و، پژواک ته وويل، په ګاونډيو هېوادونو کې که هر څومره هم د ويښتو کرل په پرمختللي ډول تر سره کېږي، خو ډېرى ځوانان د زياتو لګښتونو په سبب، له مصنوعي ويښتانو ګټه پورته کوي.

هغه زياته کړه، چې مالي وړتيا يې ښه ده نو له دې لامله يې د طبيعي ويښتو پر کرلو اته زره ډالر لګولي او په پايله کې يې له ډاکټرانو غوښتي، څو يې د ويښتو په لګولو کې له پوره دقت او پام څخه کار واخلي.

له دې سره، چې د ويښتو کرلو درملنه د کابل ښار په ځينو خصوصي روغتونونو کې رواج شوې، خو بيا هم د ويښتو کرلو غوښتونکي د ډېر لګښت او د مسلکي پرسونل د نه شتون له امله د سر د ويښتو د نشتوالي له ستونزې ژغورلو څخه باوري نه دي.  

د دغې برخې ډېرى ډاکټران هغه کسان جوړوي، چې خپله کاري تجربه يې په ګاونډيو هېوادونو کې تر لاسه کړې ده.

په کابل ښار کې د يوه خصوصي روغتون جلدي ډاکټرې ملالې غلجۍ، چې په دې برخې کې يې خپلې لوړې زده کړې د پاکستان په کوېټه ښار کې کړي، ادعا کوي، چې د لومړي ځل لپاره يې په هېواد کې د ويښتانو کرل دود کړي دي.

هغې وويل، چې د ويښتو کرل کوم عمري محدوديت نه لري او د افغانستان خلک هم بايد د نړۍ د طبابت له پرمختيا څخه ګټه پورته کړي، څو په ډېرو لګښتنو د ويښتو کرلو لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ نه شي.

د ويښتو کرلو جراحي شاوخوا اوه ساعته او کله کله هم دوه ورځې وخت اخلي او اړينه ده، چې له عملياتو وړاندې ټول لازمې معاينې ترسره شي.

ډاکټره ملالۍ وايي، چې د دوى ډېرى مراجعين سړي دي او له يو کال راهيسې يې د ٤٨٠ تنو، چې ٦٠ يې ښځې دي، درملنه کړې ده.

په کابل کې د خصوصي روغتونونو يو بل د پوستکي ډاکټر، معروف حقيار وويل، ډېرى ناروغان له عملياتو وروسته د سر له خارښ څخه شکايت لري، خو د معالج ډاکټر له خوا ورته دوا او شامپو ځانګړې کېږي.

هغه د درملنې د لګښت په اړه زياته کړه، چې په هندوستان کې د يوه ويښته د خښولو (لګول) لګښت، له دوو ډالرو څخه تر پنځو ډالرو پورې دى، په داسې حال کې، چې په هېواد کې يې درملنه په ډېره ټيټه بيه تر سره کېږي.

دغه ډاکټر وويل، چې دوى دوه ډوله د ويښتو کرنه ترسره کوي، يو ډول يې ناروغانو ته له ١٦٠٠ څخه تر ٢٠٠٠ ډالرو پورې پرېوځي، خو بيا ماشيني عمليات دوه برابره لګښت لري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.