ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مدني ټولنې مجتمع: حکومت د بيان له ازادۍ نه پراخې سرغړونې کړي

د مدني ټولنې مجتمع: حکومت د بيان له ازادۍ نه پراخې سرغړونې کړي

author avatar
16 Feb 2013 - 18:48
د مدني ټولنې مجتمع: حکومت د بيان له ازادۍ نه پراخې سرغړونې کړي
author avatar
16 Feb 2013 - 18:48

کابل ( پژواک ۲۸ سلواغه ۹۱) : دمدني ټولنو مجتمع حکومت دبيان له ازادۍ نه په سرغړونې تورن کړ او ګواښ يې وکړ ، چې دهمداسې چوپيتا ددوام او دبيان ازادۍ حق ته د نه درناوي په غبرګون کې به دکابل ښار سړکونه بند کړي.

د مدني ټولنې غړو “همسو” نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې وويل ،چې  دبيان له ازادۍ څخه دسرغړونې په برخه کې دحکومت سکوت او بې اعتنايي دبيان ازادۍ له ټکولو څخه خطرناکه ده .

 ددغه بنسټ غړي عباس فراسو وويل ، چې رسنيو  له تېرې يوې لسيزې راهيسې دپام وړ فعاليتونه کړي ، د زورواکو لخوا دمالي فساد په لسګونو دوسيې او دتيري ، تاوتريخوالو، ټول وژنې ، خپلسرو محاکمو او ورته نورو … په اړه  ټکان ورکوونکي راپورونه خپاري کړي دي ، خو ددولت دچوپتيا له امله هر وخت دهېوادوالو حقونه پايمال او دبيان ازادي ټکول کېږي .

 هغه دغه چوپتيا دسکوت دتوطيې په نامه ياده کړه او دبيان دازادۍ حق درلودل او دهغو دپلي کېدو مسوولانه کړنې يې د ديمو کراسۍ دنظام دبنسټ په توګه ياد کړ ، بيان ازادي او عقيدې ټکول يې له ديموکراسۍ سره مخالفت وباله .

 يعقوب يسنا چې دمدنې ټولنې دمجتمع په استازولۍ يې خبرې کولې وويل ، چې دبيان ازادۍ ته نه درناوی دحکومت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي او افغانستان يو ځای بيا تېرو کلونو ته ګرځوي .

 هغه زياته کړه ،چې دولتي چارواکي دبيان ازادۍ ، قانوني ماتونې او سياسي سليقوي چلندونو پر وړاندې چوپتيا غوره کړې ، چې دغه چوپتيا دبيان دازادۍ پر وړاندې له عمده ستونزو نه ده او نه  پلي کېدل به يې هېواد او د وروستيو کلونو لاسته راوړنې اغېزمنې کړي .

 دمدني ټولنو بنسټونو  حکومت دبيان ازادۍ ته د لازمې ژمنتيا په نه شتون تورن کړ او د دا ډول  حالت دوام يې دملت او دخلکو د راتلونکي برخليک په زيان وباله .

ددغې مجتمع په پرېکړه ليک کې ويل شوي ، چې دمدني ټولنې دبنسټونو غړي به دبيان د ازادۍ پر وړاندې دحکومت دهميشنۍ چوپتيا په غبرګون کې مدني اعتراضات وکړي .

 فراسو ددغه حالت دوام ګواښوونکی وباله او ويې ويل : ” دبيان ازادۍ دټکولو پر وړاندې نور دصبر کاسه ډکه ده ، که حکومت دبيان د ازادۍ او قانون ماتونې په برخه کې جدي اقدام ونه کړي ،نو مجبور يو ،چې مدني اعتراضات پيل او دکابل سړکونه بند کړو . “

 ددغه بنسټ غړو له ولسمشر کرزي ، مرستيالانو او دملي شورا له غړو وغوښتل ،چې د جنايتونو دعاملينو دوسيو ته د لاسرسي په برخه کې دې دغه چوپتيا ماته کړي ، خو د عاملينو نومونه يې نه دي اخيستي .

 دا په داسې حال کې ده ،چې حکومت دبيان ازادي او ديموکراسي په هېواد کې د وروستۍ لسيزې له لاسته راوړڼو ګڼي او خپل ملاتړ يې ورڅخه اعلان کړی دی .

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.