مزارشريف (پژواک ٢٨ سلواغه ٩١): د شمال زون د ملي اردو مسوولين وايي، چې په ليلې دښته کې يې د اميد په نوم د لار وهونکو او طالبانو پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
په مزارشريف کې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا د سلواغې په ۲٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جوزجان او فارياب ولايتونو تر منځ په پرتې ليلې دښته کې يې د وسلوالو طالبانو اوسيمه ييزو لارشکوونکو پر ضد چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
نوموړي زياته کړه، دغه عمليات دوه ورځې وړاندې پيل شوي، چې د ملي امنيت او پوليسو ترڅنګ د سيمې د عامو خلکو په مرسته پر مخ ځي.
د هغه په وينا، د روانو عملياتو په اوږدو کې يې د وسلوالو طالبانو شپږ مهم غړي په مخامخ جګړه کې وژلي دي.
ويسا وويل، چې د يادو عملياتو په ترڅ کې يې لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې هم ترلاسه کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې سيمه کې عامو خلکو ته له يو څه مودې را په دېخوا د سيمه ييزو غلو له امله ستونزې را پيدا شوې وې.
د قرمقل سيمې اوسېدونکي قربان علي پژواک اژانس ته وويل، چې د سيمه ييزو غلو له امله له تېرو څو مياشتو عام خلک د ليلې دښتې په اوږدو کې پر پراته سړک نه شوى تېرېدای.
نوموړي زياته کړه، چې هره شپه به ناپېژانده وسلوال سړک ته راوتل او هر موټر به يې د لوټلو په موخه دراوه.
د هغه په وينا، روانو عملياتو ته په دې تمه دي، چې ښايي د سيمه ييزو غلو مخه ونيول شي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان جنرال ويسا وويل، چې د روانو چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې يې ځيني مشکوک کسان هم نيولي، چې له څېړنو وروسته به يې په اړه تصميم ونيسي.
نوموړي زياته کړه، په پلان کې لري، چې دغه عمليات د شمال زون په هره هغه سيمه کې ترسره کړي، چې اوسېدونکي يې د سيمه ييزو ناپېژانده وسلوالو له لوري ځورول کېږي.