خوست ښار (پژواک ٣٠ سلواغه ٩١): د پکتيکا چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په محبس کې يو شمېر بنديانو له پرون راهيسې د نه خوړو پر اعتصاب لاس پورې کړی دی.
د پکتيکا د ښرنې په زندان کې يوه بندي د نوم نه ښودو په شرط د سلواغې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته د ټيلېفون پر ليکه وويل، چې له پرون راهيسې بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړى دى.
هغه د بنديانو د اعتصاب لامل د دوى د دوسيو نه څېړنه او د کافي خوړو نه ورکول په ګوته کړ.
دغه راز نوموړي بندي وويل، چې د محبس د مدير له لوري له بنديانو سره بد چلند کېږي، شپه او ورځ يې په پښو او لاسونو کې زولنې اچول کېږي.
ياد بندي وايي، تر هغې به خپل اعتصاب ته ادامه ورکړي، څو پورې چې اړوند مسوولين د دوى يادې ستونزې هوارې نه کړي.
د پکتيکا د ولايتي شورا منشي عبدالغني پکتين هم پژواک اژانس ته د بنديانو اعتصاب تاييد کړ او زياته يې کړه، چې د ولايتي شورا يو شمېر غړي د دې موضوع د هوارۍ لپاره محبس ته ورغلل او له بنديانو يې د اعتصاب د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
هغه زياته کړه، چې بنديانو د دوی خبره ونه منله او ګواښ يې وکړ، تر هغې به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي، څو يې ټولې غوښتنې نه وي منل شوې.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ هم مني چې تېره ورځ د دغه ولايت په محبس کې يو شمېر سياسي بنديانو د هغوی په پښو کې د زولنواچولو له امله د نه خوړو اعتصاب کړی و.
خو هغه پژواک اژانس ته وويل، چې ياد اعتصاب اوس پای ته رسېدلی او ستونزه يې هواره شوې ده.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې د کابل د څرخي پله زندان سلګونو بنديانو د يادو ستونزو له امله د نه خوړلو اعتصابونه کړي دي.
ملګرو ملتونو تېره مياشت راپور ورکړ، چې د افغانستان په زندانونو کې له زندانيانو سره ناوړه چلند کېږي، وروسته له دې ولسمشر حامد کرزي په دې اړه يوه پلاوي ته دنده وسپارله چې پلټنې وکړي. دغه پلاوي هم په خپل راپور کې وويل، چې په زندانونو کې ستونزې شتون لري.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن