اسعداباد (پژواک ٢ کب ٩١): په ختيځو ولايتونو کې د سرحدي پوليسو چارواکي وايې، چې په کونړ کې د ماين چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
په ختيځو ولايتونو کې د سرحدي پوليسو د لوا رييس ارکان محمد ايوب حسن خېل د کب په ٢ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن د کونړ د بريکوټ ولسوالۍ د دوکلام په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زياته کړه، چې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، ټپيان په سيمه کې د سرحدي پوليسو روغتيايي مرکز ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د دغې پېښې مسووليت منلى او وايي، چې په پېښه کې پنځه د سرحدي پوليسو سرتېري وژل شوي دي.