Language

“په افغانستان کې د بيان ازادي مهمه لاس ته راوړنه ده”

کابل(پژواک،٣کب٩١): په تېرو یولسو کلونوکې، د بیان د آزادۍ ټینګښت د افغانستان د خلکو یوه مهمه لاس ته راوړنه ده او د افغانستان دولت له دغې آزادۍ څخه په بیدریغه توګه دفاع کړې ده.

دغه څرګندونې ولسمشر کرزي پخپله پنځلس ورځنۍ راديويي وينا کې کړي دي.

د ولسمشر د ويندوي له دفتر څخه د کب په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي،چې ولسمشر په خپلو خبرو کې وويل، د رسنیو چلونکي د ټولنې د سترګو او څراغ په توګه د خپلو خلکو او هېواد پر وړاندې ستر مسوولیتونه لري.

دغه راز ولسمشر کرزي زياته کړه((په افغانستان کې د بیان آزادي ، په سیمه کې ساری نه لري، زموږ د ټولو دنده ده چې له دغې آزادۍ څخه د هېواد د ګټو د ساتلو لپاره کار واخلو او د بیان د آزادۍ سالموالی قانونمند او په ټولو رسنیو کې یې حفظ کړو او زموږ د خلکو له  دغې سترې لاس ته راوړنې څخه په خلل نه منونکې توګه ساتنه وکړو.

سرچينه ليکي ، ولسمشر په هيواد کې د رسنيو د پرمختګ او ودې يادونه وکړه او له دې امله يې خوښى څرګنده کړه.

سرچينه دولسمشر کرزي دخولي ليکي(( د هېواد د ملي ګټو ساتنه، په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مبارزه، د هېواد د ټولو اوسیدونکو ترمنځ د ملي یووالي د لا ښه ټینګښت لپاره تبلیغ کول، د سواد او تعلیم د تعمیم لپاره هڅه، د ښځو له حقونو څخه دفاع او په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پرخلاف مبارزه، ماشومانو ته د بیلابیلو واکسینونو له ګټو څخه د خلکو خبرول او داسې نورې ملي مسلې باید زموږ د رسنیو اساسي نشراتي کرښې و اوسي))

دسرچينې ترمخه، ولسمشر په خپلو خبرو کې زياته کړه، په هېواد کې  راډیو د اطلاع رسونې، د ذهنونو د روښانتیا، د عامه معلوماتو او خبرتیاوو د ترلاسه کولو او د خلکو د ژوند د ورځنیو مسلو لپاره د یوې ډیرې مهمې او ګټورې وسیلې په توګه ګڼل کیږي.

دولسمشر په خبره،  د ټلویزیوني خپرونو له پراختیا او ودې سره سره، بیا هم، راډیو په کلیو، بانډو او لرې پرتو سیموکې او حتی په ښارونوکې خپل رول حفظ کړی دی او خلک د راډیو له خپرونو او پروګرامونو څخه ډیره ګټه پورته کوي.

همدارازولسمشر حامد کرزي زياته کړه په تیرو یولسو کلونوکې د چاپي او انځوریزو رسنیو ترڅنګ، زموږ په هېواد کې د راډیویي خپرونو مرکزونو هم بې مثاله وده کړې ده، نن په ټول هېواد کې شاوخوا یو سلو پنځوس راډیویي مرکزونه فعالیت کوي .