بروکسل ( پژواک ۴ کب ۹۱ ) : امریکا وایي په کافي اندازه به خپل پوځونه دافغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټولټاکنو پورې وساتي، تر څو د افغان ځواکونو تر څنګ وکړای شی د انتخاباتو امينت وساتي.
د امريکا د دفاع وزيرلیون پنیټا د کب په ۴مه، په بروکسل کې دناټو ددفاع وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې دافغانستان د امنيت لپاره۳۵۲ زره افغان ځواکونه کفايت کوي او دا به کانګرس ته وړاندیز وکړي چې ددوی مالي ملاتړ وکړي .
هغه زیاته کړه چې هیواد یې غواړي په راتلونکي پسرلي کې چې په افغانستان کې جګړې تودیږي، خپل ۶۰ زره سرتیري په افغانستان کې وساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر بارک اوباما اعلان کړ، چې د ۲۰۱۳ کال تر پایه پورې به خبل ۳۴ زره سرتیري له افغانستان څخه اوباسي.
لیون پنیټا دافغان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو دامنیت په اړه وویل چې امريکا به په کافی اندازه خپل فوځونه د انتخاباتو پورې وساتي تر څو د افغان ځواکونو تر څنګ وکړای شی د انتخاباتو امينت وساتي.
نوموړي زیاته کړه چې دافغان ټاکنو پر مهال په ۳۴ زره پیاوړي امریکایي ځواک په افغانستبان کې وشتون ولري اودامنیت په ټینګولو کې به مرسته کوي.
دامریکا ددفاع وزیر وویل چې د ۲۰۱۴ کال نه وروسته به د ناټو ماموريت د کابل پوری محدود نه وي او بهرنی ځواکونه به په شمال ، جنوب ، شرق او غرب کې هم ميشت وي .
Views: 2
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP