Language

دوو چاودنو په کونړ کې ٧ پوليس او ٢ عام وګړي ووژل

اسعد اباد ( پژواک ١٠ کب ٩١): د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې پر سرحدي پوليسو چاودنې وشوې، چې له امله يې اوه پوليس او دوه عام وګړي وژل شوي دي.

ددانګام ولسوال هميش ګلاب د کب په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه نن مازيګر ناوخته ددوبندو په سيمه کې د سرحدي پوليسو پر يوې ګزمې وشوه، چې له امله يې درې پوليس ټپيان شوي وو.

هغه زياته کړه ، کله چې ټپي پوليس په يوه ملکي موټر کې روغتون ته لېږدول کېده، نو په لاره پرې بله چاودنه وشوه ، چې له امله يې درې ټپي او څلور روغ نور پوليس او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.

ولسوال وايي، چې په دې دويمه چاودنه کې يوه ښځه هم ټپي شوې ده.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو قوماندان ډګروال ولي خان شينواري پژواک ته وويل، چې وژل شوي سرحدي پوليس د دويم کنډک اړوند وو، چې دوه ساتنمنان، يو افسر او څلور سرتېري په کې شامل دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics