Language

کابل (پژواک ١٢ کب ٩١): د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کانکور په سږنۍ ازموينه کې د څه باندې ١٧٥زرو د دولسمو ټولګې له فارغانو څخه ٤٤زره د لوړو زده کړو موسسو ته بريالي شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلينو د چارو مرستيال بري صديقي، نن وويل چې سږ کال د کانکور په ازموينه کې د ګډون لپاره له ټول هېواد څخه شاوخوا ١٩٠زره تنو نوم ليکنه کړې وه، خو له دې ډلې ١٧٥زره تنو په ازموينه کې ګډون وکړ.

هغه زياته کړه، د ازموينې له ګډونوالو څخه څه باندې ٤٤زره کسان د لوړو زده کړو موسسو ته لاره پيدا کړې ده، چې د فارياب، اروزګان، هلمند او دايکنډي ولايتونو فارغان تر ټولو نورو ولايتونو څخه زيات بريالي شوي دي.

د ده په وينا، د سږني کانکور تر ټولو لوړه نومره ٣٣٢،٦١ او ټيټه نومره ۱۶۶.۳۰ ده، چې د کانکور د لومړي، دوهم او درېيم مقام ګټونکي به په دولتي بورسونو له هېواده بهر د لوړو زده کړو لپاره و لېږل شي.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ازموينه کې څه باندې ٦٧زره تنه بې پايلې پاتې شوي، چې دوى له ١٦٦زياتې نومرې اخيستې، خو د تحصيلي څانګې په انتخاب کې يې ستونزه لرله.

د سرچينې په وينا، ٤٩زره کسان د ١٦٦ نومرو، چې د نومرو اوسط دى، په اخيستو يې نه دي بريالي شوي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د پوهنې وزارت ورسره ژمنه کړې، چې د بې پايلو فارغانو له ډلې به ١٥زره تنه جذبوي او ٨زره نور به د لوړو زده کړو په خصوصي موسسو کې شامل شي.