ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ارګو ولسوالۍ کې نښته د خپلمنځۍ دښمنۍ له امله وه

په ارګو ولسوالۍ کې نښته د خپلمنځۍ دښمنۍ له امله وه

author avatar
4 Mar 2013 - 15:43
په ارګو ولسوالۍ کې نښته د خپلمنځۍ دښمنۍ له امله وه
author avatar
4 Mar 2013 - 15:43

فيض اباد (پژواک ١٤ کب ٩١): د بدخشان د والي وياند د ارګو ولسوالۍ نښته يوه خپلمنځي شخړه وبلله او دغه خبره يې رد کړه، چې ګواکې ياده نښته د ولسي جرګې د يوه غړي او د جُرم ولسوال تر منځ رامنځته شوې ده.

يو شمېر رسنيو خبر ورکړى، چې تېره ورځ په ارګو ولسوالۍ کې په ولسي جرګه کې د بدخشان خلکو د استازي صفي الله مسلم د پلويانو او د جُرم ولسوال عبدالجبار مصدق ترمنځ شخړه شوې ده.

د ارګو ولسوال عبدالودود سعيدي ويلي وو، پوليسو غوښتل، چې د دواړو خواوو ترمنځ د خپلمنځي شخړې مخه ونيسي، خو په پايله کې يې دوه پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شول.

خو د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ وايي، چې په دې نښته کې د ولسي جرګې غړى او د جُرم ولسوال ښکېل نه وو، بلکې دغه شخړه د ارګو ولسوالۍ د مغل سيمې خلکو د خپلمنځي ستونزو (تربګنۍ) له امله رامنځ ته شوې وه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((کله چې دغو ناندريو او لفظي شخړو دوام وموند نو پوليسو يې د پاى ته رسولو کوښښ وکړ، خو د خلکو له غبرګون سره مخ شول او يو پوليس په کې سخت ټپي شو.

د راسخ په وينا، د سيمې اوسېدونکو پر يو بل باندې د تيږو او لرګيو ګوزارونه کول او ويل کېږي، چې کېداى شي دغه نښته د وزلوبې پر سر رامنځته شوې وي.

د بدخشان د والي وياند، يادې سيمې ته د سولې شورا او د شخړو د حل د يوه پلاوي له لېږلو خبر ورکړى او زياته کړې يې ده، چې دغه ډول شخړې له څو کلونو راهيسې دوام لري، خو د لاملونو په اړه يې څه ونه ويل.

خو عبدالله فايض، چې ځان يې د صفي الله مسلم همکار باله، ادعا کوي، چې د محکمې له حکم پرته، غير قانوني وسله والو د جرم ولسوالۍ له پوليسو سره يو ځاى د حافظ مغل په سيمه کې د کورونو په پلټولو پيل وکړ، چې د خلکو له غبرګون سره مخ شول او په پايله کې يې دوه پوليس ټپيان شول.

هغه پژواک اژانس ته وويل، له دغه ډول چلند څخه موخه، د سيمې نا امنه کول و او همدارنګه د سيمې دوه کسان هم ټپيان شوي دي.

له بلې خوا د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې له يوې خونړۍ نښتې وروسته يو لوړپوړى پلاوى يادې ولسوالۍ ته تللى دى.

د سيمه ييزو چارواکو په وينا، دوه ورځې وړاندې په يوه درې ساعته نښته کې، چې د وردوج ولسوالۍ په شمن سيمه کې رامنځته شوه، د يوه قوماندان په ګډون شپږ طالبان ووژل شول او اته نور په کې ټپيان شول.

په دې نښته کې يو پوليس او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوي او شپږ نور په کې ټپيان شوي دي.

خو طالبانو ادعا کړې، چې په دې پېښه کې يې پنځلس د ملي اردو سرتېري وژلي، دولس نور يې يرغمل کړي او اته رينجر موټر يې هم ويجاړ کړي دي.

د بدخشان د والي وياند وويل، سيمې ته د حالاتو څېړلو لپاره، د شمال زون ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان تورن جنرال زلمى ويسا، والي، د ملي امنيت رييس او د بدخشان امنيه قوماندان تللي دي.

هغه زياته کړه، چې دغه پلاوى به په سيمه کې له قومي مشرانو، مخورو او ديني عالمانو سره هم ناسته ولري، څو په ياده ولسوالۍ کې د سولې د ټينګولو په موخه د دولت له وسله والو مخالفينو سره خبرې وکړي.

د ويلو ده، چې د روان کال د لړم مياشتې په وروستيو کې هم په وردوج ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته شوې وه، چې په پايله کې يې څلور پوليس او يو شمېر طالبان وژل شوي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.