کندز (پژواک ١٥ کب ٩١): وروسته له هغه، چې پژواک خبري اژانس په کندوز ښار کې د غلاوو د ډېرېدو په اړه د کندوز ښاريانو او هټۍ والو شکايتونه خپاره کړل، پوليسو يې په تړاو اته تنه نيولي دي.
دوه ورځې وړاندې د کندوز ښار هټۍ والو ويلي وو، چې په دې وروستيو کې وسله وال غله په ښار کې زيات شوي او د ماښام پر مهال دوکانونو ته ننوځي او د دوکان د څښتن تر وهلو ټکولو وروسته، دوکانونه لوټي او له سيمې تښتي.
د هغوى په وينا، څو ورځې وړاندې د کندوز ښار په خان اباد بندر کې ماښام مهال شاوخوا نهه بجې يوه ډله غله د ذبيح الله دوکان ته ننوتل او له هغه څخه يې د پيسو غوښتنه کړې وه، خو دوکاندار هغوى ته پيسې نه وې ورکړې او وروسته غلو هغه پر ډزو ټپي کړ او ١٧زره افغانۍ يې ورڅخه يوړې.
خو پوليس وايي، چې دوى په يو لړ عملياتو کې د ښار په بېلابېلو سيمو کې د غلا په تور اته تنه نيولي دي.
د کندوز امنيه د قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، په نيول شوې ډله کې درې هغه کسان دي، چې د خان اباد بندر سيمې د پېښې په ګډون د هټۍ والو د مالونو او د پيسو په غلا تورن دي.
هغه زياته کړه، په دې اړه د پوليسو پلټنې روانې دي او د جرم د ثابتېدو په صورت کې به له هغوى څخه ټول غلا شوي مالونه او پيسې واخيستل شي.
د کندوز امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال ويس الدين تلاش وويل، درې تنه نور يې د کندوز له اړوندو سيمو څخه، چې د سرو زرو، له کورو څخه د قيمتي توکو او د موټر سايکل په غلاوو تورن وو، نيولي دي.
د هغه په وينا، نولس کلن محب الله هم د غلو په دې ډله کې شامل دى، چې د کندوز ښار د مېوې مارکېټ کې يې نازکمير نومى د چاقو په وسيله وژلى و.
تلاش د دغو عملياتو په ترڅ له غير قانوني وسله والو او غلو څخه د ٣٤ ميله بېلابېلو وسلو د کشف او نيولو خبر هم ورکړ او زياته يې کړه، چې په دغو وسلو کې تومانچه او کلاشينکوفونه شامل دي.
له بلې خوا د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول وايي، د علي اباد ولسوالۍ يو بل اوسېدونکى شمس الدين، چې غوښتل يې خپله ښځه د زهرو په وسيله ووژني، هم د پوليسو له خوا نيول شوى او مېرمن يې اوسمهال په روغتون کې بستر ده.
هغه د يو بل تن له نيولو، چې د خپل پلار د وژلو هوډ يې درلود هم خبر ورکړ او وايي، رحمت الله له دې وړاندې خپل پلار (رستم) په مرګ ګواښلى و او پرون رستم د خپل زوى له خوا د وهلو ډبلو په وخت کې، د پوليسو په مرسته ژغورل شوى دى.
د حسيني په وينا، د هغه زوى يې نيولى او رستم يې د درملنې په موخه روغتون ته وړى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP