هرات ښار (پژواک ١٦ کب ٩١): د هرات چارواکي وايي، په دې ولايت کې يو پوليس وژل شوى او څلور ماشومان ټپيان دي.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي د کب په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د شينډنډ ولسوالۍ په رباط زوري کلي کې، يو پوليس د دوو تنو په ډزو وژل شوى دى.
ده زياته کړه، د پېښې په تړاو يې دوه شکمن کسان نيولي دي.
امنيه قوماندان دغه راز وايي، چې نن د دې ولايت د رباط سنګي ولسوالۍ په تورغونډۍ ښارګوټي کې د ماين په چاودنه کې څلور ماشومان ټپيان شوي دي.
د هغه په خبره، دغو ماشومانو په ياده سيمه کې يو ماين موندلى، چې وروسته د لوبو کولو پرمهال پرې چاودلى دى.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمدرفيق شېرزي پژواک ته وويل، ماشومان دوى ته وروړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د ده په وينا، د دوى عمرونه د ۷ او ۱۲ کلونو ترمنځ دي.