Language

په هرات کې د فلمونو درې ورځنى فسټيوال پاى ته ورسېد

هرات ښار (پژواک، ١٩ کب ٩١): په هرات ښار کې د ښځو د نړيوالۍ ورځې په وياړ د هنري او مستندو فلمونو درې ورځنى فسټيوال پاى ته ورسېد.

د فسټيوال مشرې او د “رويا” فلم جوړولو شخصي کمپنۍ خاوندې رويا سادات پژواک خبري اژانس ته يې وويل، د فلمونو دغه فسټيوال، چې د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړ شوى و، د کب په ١٧مه پيل او تر درېيو ورځو وروسته نن مازيګر پاى ته ورسېد.

هغې زياته  کړه، په دې لړ کې سل فلمونه، چې داستانونه يې په ښځو پورې تړاو درلود، نندارې ته وړاندې شول، چې ۳۰ يې افغاني او نور يې له ګاونډيو هېوادونو سربېره د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ورته رالېږل شوي وو.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، دا چې هرات سينما نه لري، نو فسټيوال يې په “اختيارالدين” کلا کې جوړ کړى و او هره ورځ تر سلو زياتو کورنيو ترې ليدنه کوله.

د هرات ښار يوې اوسېدونکې نبيلې حياتي، چې دې نندارتون ته ورغلې وه، پژواک اژانس ته وويل: “ما لس کاله وړاندې ايران کې د سينما په پرده فلم کتلى و، خو کله چې افغانستان ته راستنه شوم، بيا مې سينما نه وه ليدلې، ايله نن مې تنده ماته شوه.”

خو هغه وايي، د فلم کتلو پرمهال يو لړ ستونزې وې؛ ځاى يې ډېر تنګ و، د فلم د اواز کيفيت خراب و او درېيم دا چې د ودانۍ دروازه خلاصه وه ، چې د سړي پام يې له فلم څخه اړاوه.

د هرات د اطلاعاتو او کولتور د تياتر مدير فريدون فکوري د خلکو دغه شکايات په ځاى بولي او وايي، دا چې په هرات کې د سينما لپاره مناسبت تالار نشته، نو د فسټيوال په تخنيکي برخه کې ستونزې موجودې وې.

خو هغه زياته کړه: “دا لومړۍ تجربه وه، چې زه يې پايلې بريالۍ بولم.”